بازتاب نیوز

د بهرنیو عسکرو په وتلو ټینګار

٢٩ مرغومی ١٣٩٨ د آريانا خبري آژانس

آریانانیوز: دیوراپورله مخی ملا برادر عبدالغني دافغانستان څخه د امریکا د پوځیانو د وتلو پرضرورت ټینګار وکړ او ویې ویل امریکا په دوه زره لومړي میلادي کال کښې په افغانستان باندې د یرغل له وخت راهسې تراوسه په دغه هیواد کښې زیات جنایتونه کړي دي او په لسګونو زره بې ګناه انسانان یې وژلي دي . په قطر کښې د طالبانو د سیاسي فتر مشر ملا برادر عبدالغني جوته کړه له افغانستان څخه د امریکا په مشرۍ د ټولو بهرنیو عسکرو په وتلو سره طالبان د جنګ دختمولو په هکله د ولسمشر اشرف غني له حکومت سره موافقې ته رسیږي ځکه چې دواړه خواوې افغانان دي . طالبانو مخکې هم ویلي وو په داسې بڼه کښې بین الافغاني خبرې اترې مني چې امریکا له افغانستان څخه د خپلو عسکرو په کامل ډول د وتلو موافقه لاسلیک کړي . تراوسه په قطر کښې د امریکا او د طالبانو ترمینځ د تش په نامه د سولې د خبرو اترو یولس پړاونه شوي دي خو هیڅ نتیجه یې نه ده ورکړي . له طالبانو سره د امریکا تش په نامه دماتي خوړلي او بې نتیجې خبرې اترې په داسې شرایطو کښې دي چې د ایران اسلامي جمهوریت تل د افغانستان د ملي او د دیني ارزښتونو او ګټو پراساس د سولې د پلان په اجرا کیدا ټينګار کړی دی .

اصلي اړیکې: https://ariananews.co/ps/afghanistan/د-بهرنیو-عسکرو-په-وتلو-ټینګار/

د اصلي پاڼې خلاصول

د آريانا خبري آژانس په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading