بازتاب نیوز

د جرمني په کوربتوب د سولې 'بین الافغاني' غونډه جوړیږي

٣٠ مرغومی ١٣٩٨ د امریکا غږ

د افغانستان او پاکستان لپاره د جرمني ځانګړی استازی وايي، ټاکل شوې د دغه هیواد په کوربتوب د افغان سولې په اړه بین الافغاني مذاکرات غونډه تر سره شي.

مارکوس پوتزیل تېره د افغانستان د ملي امنیت شورا له سلاکار حمدالله محب سره لیدنه کې ویلي، چې د یادې غونډې له جوړېدو څخه یې هدف د افغان سولې له بهیر او بین الافغاني مذاکراتوو سره مرسته کول دي.

ښاغلي پوتزیل ویلي، جرمني هڅه کوي، چې یاده ناسته له مخکنیو څخه په متفاوت او ښه توګه تر سره کړي.

د افغانستان او پاکستان لپاره د جرمني ځانګړي استازي که څه هم د دغه غونډې د جوړېدو د نېټې په اړه څه نه دي، خو زیاته کړې ده، چې په یاده بین الافغاني ناسته کې به د افغان حکومت او خلکو نظریات واورېدل شي.

د افغانستان د ملي امنیت شورا ویاند جاوید فیصل د دوشنبې په ورځ د مرغومې پر ۳۰مه ویلي، چې د ملي امنیت شورا سلاکار له مارکوز سره په جرمني کې د جوړېدونکي بین الافغاني غونډې په اړه خبرې وکړې.

فیصل زیاته کړه:"د ملي امنیت شورا سلاکار د المان له ځانګړي استازي سره د افغانستان پر سوله خبرې وکړې او دا چې څه ډول ممکنه ده چې د المان په کوربتوب د بین الافغاني ډایلاګ راتلونکې ناسته د سولې لپاره مؤثره تمامه شي."

د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار ټینګار کړی، چې له دغه ناستې څخه باید ښه ګټه پورته شي.

دا به د افغان سولې په اړه څلورمه غونډه وي چې تر سره کېږي تر دې مخکې دوې بین لافغاني غونډې په روسیه او یوه هم په قطر کې تر سره شوې وه.

تر دې مخکې ټاکل شوې وه چې د چین به کوربتوب هم د افغان سولې په اړه بین الافغاني غونډه تر سره شي، خو د ناڅرګندو لاملونو له‌مخې ځنډېدلې ده.

د جرمني ځانګړي استازي وړمه ورځ هم په کابل کې له یو شمېر افغان سیاسیونو سره هم د راتلونکي بین الافغاني غونډې په اړه خبرې کړي وي.

تېر کال په دوحه کې هم د جرمني او قطر په کوربتوب د افغان سولې په اړه بین الافغاني غونډه تر سره شوه.

په هغه غونډه کې شااوخوا شپېتنو افغان جهادي او سیاسي مشرانو او طالب استازو ګډون کړی و.

د یادي غونډې په اته ماده ایزه قطعنامه کې د افغانستان په جگړو کې د ښکیلو اړخونو نه غوښتل شوي و چې د جگړې د ختمیدو او د سولې لپاره باید د اعتماد فضا رامنځته شي او سپین ږیري، معیوبه او ناروغه بندیان دې پرته د کومه شرطه خوشي شي.

په هغه بین الافغاني ناسته کې همدرانګه په افغانستان کې سولې ته د رسېدو په هدف د نورو ورته غونډو پر جوړېدو باندې ټینګار شوی و.

بلخوا د جنوبي او مرکزي اسیا په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړې استازې الیس ویلز پر دوه اړخیزو اړیکو او د افغان سولې پر بهیر د بحث لپاره په څلور ورځني سفر پاکستان ته تللې ده.

دا په داسې حال کې ده چې په قطر کې امریکايي او طالب استازي د افغان سولې په اړه خبرو بوخت دي.

ویل کېږي چې دواړه لوري د تاوتریخوالې کمولو په اړه وروستۍ موافقې ته نژدې شوي دي.

اصلي اړیکې: https://www.pashtovoa.com/a/afghan-national-security-advisor-met-with-german-srap-to-discuss-the-afghan-peace-/5252359.html

د اصلي پاڼې خلاصول

د امریکا غږ په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading