بازتاب نیوز

” اترا چېرته دی” کمپاین بیا زور اخیستی خو د انټرنټ بیه لا هم لوړه او تیزوالی یې ټيت دی

٣٠ مرغومی ١٣٩٨ د خامه پرس خبری آژانس

هېواد  کې د انټرنټ  ټیټ سرعت او لوړه بیه، همداراز د مخابراتي شبکو له لوري د ناسازګاره خدمتونو وړاندې کول هغه څه دي چې پېرېدونکي ترې پوزې ته راغلي، چې په دغه لړ کې یو شمېر فعال ځوانانو له یو کال راهیسې د “اترا چیرته ده” کمپاین پیل کړی دی.

“اترا چیرته ده” کمپاین چې تیر کال نه را په دیخوا پر خواله رسنیو د یو شمېر فعالو ځوانانو له لوري پر لاره اچول شوی، او افغانستان کې د مخابراتي شبکو پر خدمتونو جدي نیوکې کوي.

 د یاد کمپاین غږ داسې لاس پر لاس او پاڼه پر پاڼه شو چې د مسؤلو چارواکو تر غوږ هم ورسېد، د کمپاین په ترڅ کې یو شمېر ډېر ځوانانو سړک په سړک، کوڅه په کوڅه، هټۍ په هټۍ او موټر په موټر د “اترا چیرته ده” چاپ شوې پاڼې وویشلې.

د پيل شوي کمپاین غږ ډير دروند او د خکلو د زړه پر غوښتنه بدل شوی ، چې له همدې امله د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت  او همدا راز د افغانستان د مخابراتو د تنظیم ادارې “اترا” مسؤلین یې اړل کړل تر څو د “اترا چیرته ده” کمپاین له اعتراض کوونکو سره کینې او د هغوي غوښتنو ته رسیدنه وکړي.

د انټرنټ ټیټ سرعت او لوړه بیه، د مخابراتي شبکو لخوا د پېرېدونکو له ګرځنده سیمکارتونو څخه د کړېدت غلا کول او غږیزو خدمتونو کې د نرخ لوړوالی د خلکو او اعتراض کوونکو اصلي ستونزې او نیوکو څخه دي، چې دغه لړ کې د افغانستان د مخابراتو د تنظیم اداره “اترا” پړه بولي.

میرویس آریا؛ هغه فعال ځوان چې د “اترا چیرته ده” کمپاین یې تیر کال پیل کړی وايي، موږ دا کمپاین د مخابراتي شبکو له لوري د ناسم خدمتونو د وړاندې کولو پر وړاندې پیل کړ، د دې په وینا د کمپاین پر مهال یې دوه ځلې د مخابراتو او ټکنالوژې او اترا ادارې مسؤلینو سره ناستې کړي،  چې د دغو چارواکو لخوا ورته د مخابراتي خدمتونو د کنترول او ښه والي ژمنې شوي، خو د یو کال په تیریدو سره مخابراتي خدمتونه نه یوازې چې ښه شوي نه دي، بلکې ځینو مواردو کې تر پخوا هم خراب شوي دي.

ښاغلي آریا وايي:

میرویس آریا د اترا کجاست کمپاین پیلوونکي

“له بده مرغه موږ د کیفیت له اړخه نه یوازې چې ښه شوي نه یو بلکې وضعیت تر پخوا بد شوی هم دی، تاسو شاهد یاست چې د مخابراتي شبکو ټیلفوني اړیکې او انټرنټۍ خدمتونو تیر یو کال کې خراب شوي، چې دغه برخه کې موږ هېڅ ډول پرمختګ ندی لیدلی”

د ښاغلي آریا په خبره د پېرېدونکو له سیمکارتونو څخه پرته د هغوي له اجازې د اظافي خدمتونو ( وي ایَ اس ) له لارې د غلا په شکل د پیسو اخیستنه یو څه کم شوې، خو یو شمېر مخابراتي شبکې لاهم دا کار ترسره کوي، او پېرېدوونکي یې شکایت لري.

ښاغلي میرویس آریا وايي، اترا ادارې  ۱۳۹۷ کال کې د یوې پرېکړې په ترڅ کې د ( وي ای اس ) یا اظافي خدمتونه غیر قانوني وبلل، او ژمنه یې وکړه چې د پېرېدونکو له سیمکارتونو د پیسو اخیستل به ودرول شي، چې دغې  چارې لا هم رنګ ندی راوړی.

نوموړی وايي، سیمه کې د پرتو هېوادو د مخابراتي شبکو خدمتونه د افغانستان له هغو سره د پرتلې وړ ندي، ځکه دلته مخابراتي شبکې خپل منځ کې تر همغږې  وروسته د انټرنټ او غږیزو خدمتونو بیې ټاکي.

هغه وايي:

“افغانستان کې د مخابراتي خدمتونو برخه کې سیالۍ شتون نلري، او مخابراتي کمپنۍ خپل منځ کې تر همعږۍ وروسته د انټرڼت او غږيزو خدمتونو بیې ټاکي، چې د افغانستان د انټرنټ او غږیزو خدمتونو بیه د سیمې هېوادنو سره د پرتلې وړ ندی، په دغه لړ کې چې د اعتراضونو غږ پورته شو د مخابراتي خدمتونو بیه کې نه یوازې کموالی ندی راغلی بلکې یو شمېر مواردو کې لوړوالی هم راغلی دی.”

ښاغلی آریا وايي، چې چارواکو ورته د چارو د ښه کېدو ژمنې کړي، خو لاهم ژمنې پاتې او عملي بڼه یې نه ده خپله کړې، د نوموړې په وینا دغه لړ کې د اترا ادارې لخوا شل ماده ییزه پرېکړه ډیره مهمه ده چې کولای شي دغه وضعیت ډېر ښه کړي، خو هغه شله ماده ییزه پرېکړه پلې نشوه.

اترا اداره؟

اترا داره افغانستان کې د مخابراتي خدمتونو د وړاندې کولو او څارنې چارې پر غاړه لري، چې د مخابراتي شبکو کړنې او خدمتونه څاري، دغه اداره همدا راز د پېريدونکو شکایتونو ته د رسېدنې مسؤلیت هم پر غاړه لري.

په  ټوله کې مخابراتي ادارې د اترا تر سیوري لاندې خپل خدمتونه وړاندې کوي.

اصلي اړیکې: https://www.khaama.com/pashto/archives/24556

د اصلي پاڼې خلاصول

د خامه پرس خبری آژانس په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading