بازتاب نیوز

یو افغان پر خپل نوي زېږېدلي ماشوم د “ناکامورا” نوم ایښی

١ سلواغه ١٣٩٨ د خامه پرس خبری آژانس

یو افغان پلار پر خپل نوي زېږېدلي ماشوم “ناکامورا” نوم اېښی، او هیله لري څو په راتلونکي کې د خپلې ټولنې لپاره د وژل شوی جاپاني “ناکامورا” په څېر کړنې تر سره کړي. 

سمع الله ملنګ چې اصل کې د کونړ ولایت دی، او دامهال کابل ښار کې ژوند کوي وايي، خپل نوي زېږېدلي ماشوم باندې ځکه د ناکامورا نوم کېښود، چې نوموړي د افغانستان لپاره ډير خدمت وکړ او لاس یې د چا په وینه ککړ نه.

سمیع الله ملنګ وايي، ناکامورا د رڼاګانو هېواد ( جاپان ) پرېښود او افغانستان ته د چوپر په موخه راغی، او دومره کلونو یې چې دلته تیر کړل افغانانو ته یې ډیر خدمت وکړ.

سمع الله وايي، چې دوه نور زامن او یوه لور هم لري، چې د خپل څلور ماشوم نوم یې ناکامورایښی دی.

هغه د ناکامورا نوم په اړه وايي، چې ناکامورا لاتیني کلمه ده او معنا یې “کلیوال” دی، د نوموړي په وینا دې نوم معنا ته په کتو دا یو غیر اسلامي نوم ندی.

هغه وايي، ناکامورا به د قران شریف حافط جوړوي او ټولنې ته به یې د خدمت له لپاره روزي.

تتسو ناکامورا د جاپان هېواد و، او افغانستان کې یې د یوې کمپنۍ مشري پر غاړه درلوده، ناکامورا تر یوې لسیزي ډیر افغانستان کې پاتې شوی و، او دغه لړ کې یې د هېواد مشرقي ولایتونو په  ځانګړې توکه ننګرهار کې بې ساري خدمتونه وړاندې کړي دي.

نوموړی کابو دوه میاشتې مخکې ننګرهار ولایت کې د ناپېژنده وسلوالو لخوا ووژل شو، چې افغانانو د نوموړي وژنه په کلکه وغندله، او خپله ژوره خواشيني یې څرګنده کړه.

تتسو ناکامورا ته د افغان حکومت لخوا د هغه د ښه کارونو له امله د افغانستان افتخاري تابعیت هم ورکړل شوی و.

اصلي اړیکې: https://www.khaama.com/pashto/archives/24576

د اصلي پاڼې خلاصول

د خامه پرس خبری آژانس په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading