بازتاب نیوز

هارون چخانسوري د ادریس زمان پر ځای د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالى ګومارل شوی

١ سلواغه ١٣٩٨ بی بی سی

محمد هارون چخانسوري د ادریس زمان پر ځای د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالى ټاکل شوی دی. د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ په یوه اعلامیه کې ویلي، چې د ولسمشر محمد اشرف غني د حکم پربنسټ ادريس زمان به د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین تر څنګ دغه وزارت کې د اصلاحاتو مسوولیت هم پر غاړه ولري.

ارګ: بهرنیو چارو وزارت کې ګومارنې باید د وړتیا پر اساس وشي

عبدالله د بهرنیو چارو وزارت د ویاند ګوښه کولو حکم رد کړ

"بهرنیو چارو وزارت کې ګڼ شمېر ګومارنې ناقانونه دي"

د خبر پاڼې له مخې، د ولسمشر په حکم کې د وزارت کارکوونکو لپاره د وړتيا معیار، د افغانستان پېژندنې، سیاسي پوهې او نړیوال اقتصاد تر څنګ پر نړیوالو ژبو د پوهې ازموینه پلي کول هم شامل دي.

بل لور ته ادریس زمان هم پر خپلې ټویټر پاڼې تایید کړي چې د بهرنیو چارو د وزارت چارسمبالي په توګه دنده پرېږدي.

نوموړي له ولسمشر غني مننه کړې، چې د تېر یوۀ کال کې یې ورباندې وزارت مشرۍ لپاره باور کړی دی.

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت چارسمبالى داسې مهال بدلېږي، چې د همدې روانې میاشتې لومړیو کې د دغه وزارت چارواکو ویلي و، په تېرو کلونو کې دغه اداره کې سلیقوي او سیاسي ګومارنو ستونزې زېږولې دي او دوی ډاډ ورکړ چې له دې وروسته به ګومارنې رڼې او څو پړاوه ونیسي.

په بهرنیو چارو وزارت کې سمونونه په پیل کې جنجالي وو. د اداري اصلاحاتو کمیسیون ان وویل چې د دغه وزارت چارواکي د وزارت دننه سمونو ته اجازه نه ورکوي.

کله چې د بهرنیو چارو پخواني وزیر صلاح الدین رباني له دندې استعفی وکړه او مرستیال ادریس زمان د وزارت د چارسمبالي په توګه وټاکل شو، نو د اصلاحاتو د رامنځته کولو خبرې هم ورسره پیل شوې.

ښاغلي چخانسوري د اسټرالیا له سېډني پوهنتونه د عامه ادارې په برخه کې د ماسټرۍ تر کچې لوړې زده کړې کړې دي. نوموړی له تېرو نژدې ۱۶ کلونو راهیسې د ولسمشرۍ ماڼۍ ویندويي په ګډون یو شمېر حکومتي دندې درلودې.

اصلي اړیکې: https://www.bbc.com/pashto/afghanistan-51194704

د اصلي پاڼې خلاصول

بی بی سی په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading