بازتاب نیوز

نړیوال بانک: افغانستان له ناڅرګند حالت سره سره ښه اقتصادي وده کړې

٢ سلواغه ١٣٩٨ بی بی سی

نړیوال بانک په خپل تازه رپوټ کې ویلي، افغانستان په اقتصادي برخه کې پر ناڅرګند حالت سربېره په تېر ميلادي کال کې ۲.۹ سلنه اقتصادي وده کړې چې د کرنې وده پکې د پام وړ وه، خو دې بانک ویلي، فکر کوي چې په ۲۰۱۹ کال کې د لوږې کچه هم ډېره شوې ده.

د دغې ادارې تازه راپور ښيي چې د ۲۰۱۹ کال د ولسمشریزو ټاکنو ناڅرګند برخلیک، په راتلونکي کې د افغانستان له پوځي او ملکي سکټورونو سره د نړیوالو مرستو ناڅرګند برخلیک او له طالبانو سره د سیاسي جوړجاړي ګونګ برخلیک دغه هېواد له ابهامونو ډک حالت سره مخ کړی.

دغه بانک په خپل یوه رپوټ کې ویلي، په دې هېواد کې د ۲۰۱۹ کال د ولسمشریزو ټاکنو پایلې لا هم معلومې نه دي او د ټاکنو لومړنۍ پایلې ننګول شوې دي.

بل خوا، ناامني دوام لري او د حکومت او مخالفو وسله والو ترمنځ جګړه کې د ملکیانو مرګ ژوبله مخ په زیاتېدو ده.

د دوی په خبره، سره له دې چې د طالبانو او امریکا د استازو تر منځ د سولې خبرې بیا پیل شوې، خوا لا هم د سیاسي جوړجاړي تصویر نامالوم ښکاري او د نړیوال امنيتي ملاتړ دوام هم له پوښتنو سره مخامخ دی.

رپوټ زیاتوي، په داسې حال کې چې د حکومت ۷۵ سلنه بودیجه لا هم له نړیوالو مرستو پوره کېږي، د مرستو اوسنۍ ژمنې د ۲۰۲۰ کال تر پایه دي او یو شمېر سترو مرستندویانو داسې نښې هم ښودلي چې ګواکې خپلې مرستې به کمې کړي.

د شمېرو له مخې، په ۲۰۱۹ کال کې څلور لکه (۴۰۰ زره) کسان هم جګړو بې ځایه کړې او شاوخوا پنځه لکه له نورو هېوادونو بېرته افغانستان ته راستانه شوي.

د نړیوال بانک راپور ښيي چې له افغانستانه د صادراتو لړۍ کراره شوې.

د وړم ۲۰۱۸ کال د ۹ میاشتو پرتله د تېر ۲۰۱۹ کال په تېرو نهو میاشتو کې پاکستان ته د افغانستان ۲۸ سلنه او ایران ته ۴۳ سلنه صادرات کم شوي.

خو په ورته وخت کې د افغانۍ ارزښت د پاکستاني روپۍ په مقابل کې ۱۱.۵ سلنه ښه شوی او د ایراني تومان په مقابل کې ۱۲ سلنه لوړ شوی دی.

د ډالرو په مقابل کې د افغانیو ارزښت تېر کال ۳،۱ سلنه لوېدلی، خو د هندي روپیو په بدل کې افغانۍ خپل ارزښت تر ډېره ساتلی او یوازې دوه سلنه ښکته پورته شوی.

له دې سره نړیوال بانک وايي چې په ۲۰۱۹ کال کې له ټاکنو سره سره په مالي برخه کې د افغانستان فعالیت ښه شوی او د څه باندې دوه میلیارده افغانیو داخلي عوایدو په راټولولو یې د کال لپاره ټاکل شوی هدف د کال په نيمايي کې پوره کړی.

نړیوال بانک په ۲۰۲۰ کال کې د ودې د ۳.۳ سلنې ښه کېدا وړاندوينه کړې.

د نړیوال بانک د رپوټ له مخې، په افغانستان کې د سیاسي ناکرارۍ او تاوتريخوالو دوام د خصوصي سکتور ځان ويساینه هم زیانمنه کړې ده.

اصلي اړیکې: https://www.bbc.com/pashto/afghanistan-51204024

د اصلي پاڼې خلاصول

بی بی سی په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading