بازتاب نیوز

ولسي جرګې د ۱۳۹۹ مالي کال ملي بودیجه تصویب کړه

٢ سلواغه ١٣٩٨ سلام وطندار

ماليې وزارت د ولسي جرګې له لوري د ۱۳۹۹ مالي کال د ملي بودیجې د طرحې د تصويب خبر ورکوي.

د ياد وزارت سرپرست همايون قيومي د جدي مياشتې په ۲مه نېټه ولسي جرګې ته د ۱۳۹۹ مالي کال بوديجه تصويب لپاره وپېژندله چې نن وروسته له يوې مياشتې ولسي جرګې ياده بوديجه تصويب کړه.

د ولسي جرګې د نن ورځې( چهارشنبه ۲م د دلوې) ناسته د بوديجې تصويب لپاره په کې د وکيلانو ترمنځ جنجالونه پورته شول. د بوديجې سند يې رايې ورکولو لپاره وکيلانو ته کېښود؛ خو د رايو اچونې پر مهال د جنجالونو له کبله د ولسي جرګې د ټلويزون ژوندي نشرات بند، معلومه نه شوه چې بوديجه تصويب شوه که نه؟

خو ماليې وزارت د يوې اعلاميې په خپرولو سره اعلان وکړ چې د ۱۳۹۹ مالي کال بوديجه ولسي جرګې تصويب کړې او ياد وزارت د ولسي جرګې له استازيو مننه کړې ده.

د يادولو ده چې د ۱۳۹۹ مالي کال ملي بودیجه په ټوله کې ۴۲۸ میلیارده افغانۍ ده چې په دې کې ۲۸۹ میلیارده افغانۍ عادي بودیجه او ۱۳۹ میلیارده افغانۍ پراختیایې (۶۴ میلیارده افغانۍ اختیاري او ۷۵ میلیارده افغانۍ غیرې اختیاري) بودیجه جوړوي.

اصلي اړیکې: https://swn.af/pashto/Article.aspx?a=52667

د اصلي پاڼې خلاصول

سلام وطندار په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading