بازتاب نیوز

د افغانستان ولسي جرګې د ۱۳۹۹ کال بودیجه لانجمنه ناسته کې تصویب کړه

٢ سلواغه ١٣٩٨ بی بی سی

Image caption د رایو د پایلو تر پای ته رسېدو وروسته ځینې معترض استازي د جرګې د مشر خوا ته ورغلل او د جرګې لومړي مرستیال د جرګې له تلوېزیون د ژوندۍ خپرونې درولو امر وکړ.

د افغانستان ولسي جرګې په یوه لانجمنه غونډه کې د ۱۳۹۹ کال مالي بودیجه تصویب کړه. د وکیلانو ترمنځ د لانجې لامل د دوی اختلاف و. که څه هم تر رایو اچولو مخکې ژوندۍ خپرونه ودرول شوه، خو وروسته اداري پلاوي اعلان وکړ چې په اکثریت رایو یې بودیجه تصویب کړه.

ځینو وکیلانو دا بودیجه نا انډوله او ناعادلانه بلله او د مالي او بودیجې کمېسیون غړو پر پارلمان تور پورې کاوه چې ګني یوازې د خپلو ولایتونو اړوندې پروژې یې په پام کې نیولې دي.

یوه میاشت وړاندې هم د مالي بودیجې پر سر بحثونه او لانجې وې.

د نیمروز ولایت وکیلې فریدې حمیدي ادعا وکړه چې د ولایت لپاره یې تکراري پروژې په بودیجه کې ځای پرځای شوې، خو د مالي او بودیجې اړوند کمېسیون غړو بیا د خپلې خوښې پروژې خپلو ولایتونو ته بودیجه کې ځای کړې دي.

د رایو د پایلو تر پای ته رسېدو وروسته ځینې معترض استازي د جرګې د مشر خوا ته ورغلل او د جرګې لومړي مرستیال د جرګې له تلوېزیون د ژوندۍ خپرونې درولو امر وکړ.

څو دقیقې وروسته د جرګې مشر د بودیجې د تصویبېدو اعلان وکړ.

د ۱۳۹۹ کال بودیجه تر ۴۲۸ میلیارد افغانیو ډېره (تر پنځه نیم میلیاردو ډالرو) ده.

۲۸۹ میلیارده افغانۍ د عادي بودیجې او ۱۳۹ میلیارد افغانۍ د پراختیايي بودیجې لپاره ځانګړې شوې دي.

له عادي بودیجې د دولتي کارمنانو او دولتي ادارو لګښتونه پوره کېږي او پراختیايي بودیجه پر بیا رغنیزو پروژو لګول کېږي.

د افغانستان د مالیې وزارت ویلي، د راتلونکي کال د بودیجې نیمايي د حکومت او نیمه نوره یې د نړیوالې ټولنې له خوا چمتو کېږي.

د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ ولسي جرګې له خوا د ۱۳۹۹ کال د ملي بودیجې د تصویبېدو هرکلی کړی او دا یې پر وخت د افغانستان د دولت له لوري د پلانونو د پلې کولو لپاره مهم ګام بللی دی.

اصلي اړیکې: https://www.bbc.com/pashto/afghanistan-51203147

د اصلي پاڼې خلاصول

بی بی سی په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading