بازتاب نیوز

له طالبانو سره د مېلر لیدنه بې‌پایلې وه

٢ سلواغه ١٣٩٨ سلام وطندار

په قطر کې د طالب استازیو او د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد او په افغانستان کې د ناټو ځواکونو عمومي قوماندان سکاټ مېلر ترمنځ د سولې خبرې اترې له تېرو دوو ورځو راهیسې روانې دي.

که څه هم د سولې خبرو په دغه پړاو کې تمه کېږي چې د امریکا او طالبانو ترمنځ به د سولې خبرې یوې پایلې ته ورسېږي، خو د سولې په چارو کې د دولت وزارت ویانده ناجیه انوري وايي، سکاټ مېلر بېرته کابل ته راغلی او د دواړو لوریو ترمنځ د سولې په خبرو کې کوم پرمختګ نه دی شوی.

د هغې په وینا، مېلر له طالب استازو سره د اوربند او له هېواده بهر، په ځانګړې توګه پاکستان کې د طالبانو پر مرکزونو خبرې کړي، خو په وینا یې، دواړه لوري په دې برخه کې کومې هوکړې ته نه دي رسېدلي.

دا داسې مهال دی چې تېره ورځ د سویس په داووس ښار کې د نړۍ د اقتصادي ناستې په څنډه کې د پاکستان لومړي وزیر د امریکا له ولسمشر ډونالډ ترمپ سره په لیدنه کې د افغان دولت او طالبانو ترمنځ د سولې خبرو پیلېدل مهم بللي و.

په همدې حال کې یوه پخواني طالب چارواکي مولوي قلم‌الدین سلام‌وطندار ته ویلي چې تېره ورځ د امریکایي پلاوي او طالب استازیو ترمنځ د سولې هوکړه‌لیک د لاسلیک کولو د نېټې او ځای په اړه خبرې شوي، خو په وینا یې، ځینې کړۍ شته چې غواړي د سولې خبرې سبوتاژ کړي.

تر دې وړاندې داسې راپورونه هم خپاره شوي چې د روانې جنوري میاشتې تر پایه به د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړه‌لیک لاسلیک او بیا به بین‌الاافغاني خبرې پیل شي.

خو اوس داسې ښکاري چې د هوکړه‌لیک لاسلیک ته لا هم وخت شته او د راپورونو پر بنسټ، په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د اډو او له دغه هېواده یې د وتلو په تړاو د امریکا او طالبانو ترمنځ چنې روانې دي.

اړوند مطالب:

«۶۷ سلنه افغانان امارت نه مني»

ارګ: له اوربند پرته به د سولې هڅې بې پایلې وي

سيګار: له ټوپکيانو د امريکا ملاتړ د طالبانو د ځواکمنتيا لامل شوی

اصلي اړیکې: https://swn.af/pashto/Article.aspx?a=52673

د اصلي پاڼې خلاصول

سلام وطندار په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading