بازتاب نیوز

دایکندي کې د واورې ښوېدو له امله ۱۸ کسان وژل شوي

٢٤ سلواغه ١٣٩٨ د خامه پرس خبری آژانس

د دایکندي ولایت میرامور ولسوالۍ کې د واورې ښوېدو له امله اتلس کسان وژل شوي، او لسګونه ودانۍ نړېدلې دي.

د دایکندي ولایت د میرامور ولسوالۍ ولسوال محمد عارف پاسا خامه پړس سره په خبرو کې وویل چې نن ( پنجشنبه سلواغې ۲۴ ) د واورې ښوېدو له امله د یو کورنۍ لس غړیو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د ښاغلي پاسا په خبره دې ورته پېښه تېره شپه د میرامور ولسوالۍ حصار روباط کلي کې رامنځته شوې، چې شپږ کسان پکې وژل شوي او درې نور ټپیان شوي دي.

د نوموړي په خبره د میرامور ولسوالۍ ورسیل کلي کې هم د واورې ښوېدو له امله دو کسان وژل شوي او څو تنه نور ټپیان شوي دي.

د میرامور ولسوالۍ ولسوال زیاتوي چې د واورې ښوېدو له امله تر شپېتو ډېر څاروي هم وژل شوي، او لسګونه ودانۍ نړېدلې دي.

دا په داسې حال کې ده چې د هېواد د هواپېژندې ادارې تېرو ورځو کې د هېواد یو شمېر ولایتونو کې د سخت ورښت اټکل کړی و.

تېره اونۍ ولسمشر غني هم امنیتي چارواکو او له طبیعي پېښو سره د مبارزې ادارې مسؤلیونو ته لارښونه وکړه، چې له طبیعي پېښو سره مخ سیمې په ګوته کړي، او اړین ګامونه دې پورته شي. ولسمشر غني ټینګار وکړ چې له طبیعي پېښو سره د مقابلې په پار باید د امنیتي ینسټونو او له طبیعي پېښو سره د مبارزې ادارې تر منځ لازمه همغږي رامنځته شي.

اصلي اړیکې: https://www.khaama.com/pashto/archives/25059

د اصلي پاڼې خلاصول

د خامه پرس خبری آژانس په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading