بازتاب نیوز

د امریکا او طالبانو ترمنځ د مذاکراتو نهایي‌کېدو ته د افغانستان هیله‌مندي

٢٤ سلواغه ١٣٩٨ د امریکا غږ

په داسې حال کې چې امریکاي چارواکو په دوحه کې له طالبانو سره په مذاکراتو کې د "پام وړ پرمختګونو" خبر ورکړی دی، افغان حکومت هیله ښودلې، چې دا پرمختګونه د دواړو خواو ترمنځ د سولې د موافقې د لاسلیکولو لامل شي.

د افغانستان د جمهوري ریاست سلاکار وحید عمر د پنجشنبې په ورځ د جنوري په ۱۳مه (سلواغه ۲۴) خبریالانو ته وویل: "موږ هیله لرو چې ژر تر ژره د امریکا د متحده ایالاتو ترڅو له هغې وروسته د افغانستان د جمهوري اسلامي دولت او طالبانو ترمنځ مخامخ خبرې او مذاکرات وشي".

خو ښاغلي عمر ټینګار وکړ، چې د دغې موافقې په نتیجه کې باید په افغانستان کې تاوتریخوالی پای ته ورسېږي او اوربند ټینګ شي ترڅو د راتلونکو مذاکراتو لپاره د باور یوه ډاډمنه فضا رامنځ ته شي.

دا په داسې حال کې ده، چې د افغان حکومت د پرله پسې ټینګار سربېره طالبانو تر اوسه د اوربند وړاندیز نه دی منلی، خو امریکايي چارواکو ویلي، چې دغې ډلې د تاوتریخوالي د کمولو طرح د میز پر سر ایښې ده.

کابل کې د امریکا د سفیر مرستیال کار دیکر د افغانستان د سولې په چارو کې د دولت له وزیر سره په لیدنه کې وویل، چې طالبان به د دغې طرحې جزئیات له اړوندو خواو سره شریک کړي.

د امریکا د دفاع وزیر مارک اسپر هم ویلي، چې طالبانو د تاوتریخوالي کمولو وړاندیز د میز پر سر ایښی دی.

همدا شان د امریکا جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ له طالبانو سره د سولې موافقه په مشروط ډول تائید کړې ده. د راپورونو له مخې که طالبان د تاوتریخوالي د کمولو په تړاو پر خپلو ژمنو عمل وکړي، امریکا به له دغې ډلې سره د سولې موافقه لاسلیک کړي.

اصلي اړیکې: https://www.pashtovoa.com/a/Afghan-government-hopes-for-US-and-Taliban-talks-to-end-/5286605.html

د اصلي پاڼې خلاصول

د امریکا غږ په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading