بازتاب نیوز

ناټو: د بین الافغاني مذاکراتو ټیم باید «همه شموله» وي

٢٤ سلواغه ١٣٩٨ نن ټکی اسیا

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۴ سلواغه، ۱۳۹۸ل): د افغانستان لپاره د ناټو سازمان ملکي استازی «نیکولاس کي» وایي، که څه هم شونې نه ده، څلور دېرش میلیونه افغانان د مذاکراتو مېز ته کېنول شي؛ خو هڅه باید وشي، چې یو همه شموله پلاوی ترکیب شي.
نیکولاس کي، چې د ناټو د غړو هیوادونو د دفاع وزیرانو د ناستې له پیل سره هم مهاله یې خبریالانو ته خبرې کولې، وویل « زما باور دادی، چې افغانان به ملي اړتیاوې تر شخصو ګټې اړینې وبولې او د سولې په پروسه کې به یې مطرح کړي، زه یقني یم چې ټول افغانان او مشران سوله غواړي.»
د کي په قول، ګڼ شمېر هیوادونو له بین الافغاني مذاکراتو سره د مرستې په برخه کې لېوالتیا ښودلې او نړیواله ټولنه هم غواړي د افغانانو خپلمنځي خبرو ته تسهیلات برابر کړي.
ناټو داسې مهال، بین الافغاني مذاکراتو ته د یوه همه شموله پلاوي په تشکیل ټینګار کوي، چې ګډ حکومت لا هم نه دی توانېدلی په دې برخه کوټلي ګامونه پورته کړي، که څه هم د ارګ تر نفوذ لاندې د سولې په چارو کې د دولت وزارت وایي، پلاوی یې شپږ میاشتې له مخه ټاکلی؛ خو د حکومت بله برخه «اجرائيه ریاست» بیا وایي، د سیاسي اجماع د نشتون له امله لا هم مرکچي پلاوی نه دی ټاکل شوی.

شریک یې کړئ:

اصلي اړیکې: https://www.nunn.asia/159029/ناټو-د-بین-الافغاني-مذاکراتو-ټیم-باید/

د اصلي پاڼې خلاصول

نن ټکی اسیا په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading