بازتاب نیوز

د افغانستان د دایکندي په ولایت کې  واورې ښویدنې  ستره فاجعه رامنځته کړه.

٢٤ سلواغه ١٣٩٨ ټي آر ټي

 

د کابل نه  زمونږ همکار په راستولي رپوټ کې ویلي دي چې  د دایکندي ولایت میرامور په ولسوالۍ کې  د واورې ښویدنې په پیښه کې  لږ تر لږه  ۱۸ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی.

د دایکندي ولایت د ځايي مقاماتو په وینا  نن  پنجشنبه  د فبروري ۱۳ مه د میرامور په ولسوالۍ کې  د واورې ښویدو له امله د یوې کورنۍ لسو تنو ژوند د لاسه ورکړ.

همداشان واورې ښویدنې  ګن شمیر کورونو نه هم نړولي دي.

د چارواکیو په وینا  تیره شپه هم  په همدې ولسوالۍ کې  د واورې د ښویدو له امله ۸ تنه  مړه او ګن شمیر کسان ټپیان شوي وو.

هغه ویلي دي چې واورې ښویدو پیښې  په لسګونو څاروي  هم  له منځه وړي دي.

د یادولو وړ ده چې د افغانستان په یو زیات شمیر شمالي ولایتونو کې  د ډیرې زیاتې واورې د اورښت له امله لویې لارې د ټرافیک پر مخ تړل شوي دي. د یو زیات شمیر ښارونو او کلو او بانډو ترمنځه  لویې لارې هم  تړل شوي دي.

اصلي اړیکې: https://www.trt.net.tr/pashto/fgnstn/2020/02/13/d-fgnstn-d-dykhndy-ph-wlyt-kh-wwr-swydn-strh-fj-h-rmn-hth-khrh-1358912

د اصلي پاڼې خلاصول

ټي آر ټي په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading