بازتاب نیوز

“ملت ته دولت ځواب” لړۍ د ولسمشر غني په فرمان راتلونکو ورځو کې پیلېږي

٢٤ سلواغه ١٣٩٨ د خامه پرس خبری آژانس

د جمهوري ریاست د حکم پر بنسټ ټولې دولتي ادارې اړ دي چې د روان ۱۳۹۸ کال مالي راپور رسنیو او د رسنیو له لارې خلکو ته وړاندې کړي.

د ولسمشر غني په فرمان د روان کال د کب میاشتې له لومړۍ نېټې څخه ټولې دولتي ادارې اړ دي چې د ۱۳۹۸ کال مالي معلومات له رسنیو او خلکو سره شریک کړي.

“ملت ته د دولت ځواب” هغه حکم چې د ولسمشرغني لخوا صادر شوی دی، د کب میاشتې له پیل څخه تر پایه ټولې دولتي ادارې اړ دي چې د لومړي درجې مسؤلینو په ګډون  او د یو منظم مهال وېش له لارې  د ۱۳۹۸ کال مالي معلومات له خکو او رسنیو سره شریک کړي او د هغوي پوښتنو ته دې ځواب ورکړي.

د صادر شوي حکم پر بنسټ د ټولو ولایتونو والیان اړ دي چې د ولایتي شورا غړیو او د رسنیو په حضور کې خلکو د ۱۳۹۸ کال مالي معلومات وړاندې او پوښتنو ته یې ځواب ورکړي.

د ولسمشر د عامه او استراتیژیکو اړیکو د دفتر رئیس وحید عمر  نن ( پنجشبنه سلواغې ۲۴ ) د همدې موضوع په تړاو وویل چې وروستیو کې د هېواد رسنیو معلوماتو د لاس رسي برخه کې نېوکې وکړې، او د دولتي ادارې یې د معلوماتو د ورکول برخه کې په ناغېړۍ تورنې کړي.

ښاغلي عمر زیاته کړه چې ملت د دولت کلني ځواب وینې موخه دا ده چې د ټولو دولتي ادارو لومړي درجه مسؤلین خپل مالي معلومات رسنیو او خلکو سره شریک کړي.

د هغه په خبره دا حکم ډېر قاطع د ولسمشر له لوري صادر شوی دی، او دغه لړ کې هېڅ ډول ناغیېړي د منل وړ ندی، او د دولتي ادارو ټول لومړي درجه مسؤلین اړ دي چې خپل مالي معلومات رسنیو او خلکو سره شریک کړي.

اصلي اړیکې: https://www.khaama.com/pashto/archives/25062

د اصلي پاڼې خلاصول

د خامه پرس خبری آژانس په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading