بازتاب نیوز

''د سولې هوکړې لاسلیکېدو ځای او وخت ژر اعلانېږي''

٢٤ سلواغه ١٣٩٨ بی بی سی

Image caption د طالبانو یوې سرچینې چې نه غواړي نوم يي یاد شي ویلي، په دې ګډ بیان کې به د سولې هوکړه لیک د څرنګوالي تر څنګ د دې ډلې او امریکا تر منځ د سولې خبرو ټول جزیات لیکل شوي وي 'ارشیف فوټو'

ټاکل شوې قطر کې د طالبانو او امریکايي مرکچي پلاوي استازي ډېر ژر د سولې د هوکړه لیک جزيیات خپاره کړي.

سولې خبرو کې ښکېلې یوې سرچینې بي بي سي ته ويلي، د دواړو لوریو په دې ګډ بیان کې به دا مالومات هم وي چې د سولې هوکړه لیک څه وخت او چېرې لاسليک کېږي.

امریکايي او طالب چارواکو له شا وخوا یونيم کال خبرو وروسته اوس په دې بهير کې د پرمختګ خبر ورکړی.

د طالبانو یوې سرچینې چې نه غواړي نوم يي یاد شي ویلي، په دې ګډ بیان کې به د سولې هوکړه لیک د څرنګوالي تر څنګ د دې ډلې او امریکا تر منځ د سولې خبرو ټول جزيیات لیکل شوي وي.

له دې وړاندې نیویارک ټایمز ورځپاڼې لیکلي و چې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د طالبانو له لوري د تاوتریخوالي کمېدو په شرط د دې هوکړې د لاسلیک اجازه ورکړې ده.

افغان سولې بهير کې کوم پرمختگونه شوي؟

'امریکا څو ورځو کې له طالبانو سره جوړجاړی اعلانوي'

'خلیلزاد قطر کې له طالب استازو سره پر تړون غږېږي'

ناټو: بین الافغاني خبرو پیلېدو کې همکاري کوو

پمپیو غني او عبدالله ته د سولې په خبرو کې د "پام وړ پرمختګ" خبر ورکړی

په همدې حال کې ویل شوي چې د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد د ناټو په غونډه کې د ګډون لپاره بروکسل ته تللی او په دې غونډه کې چې د بحث یوه برخه يي افغانستان ده، له افغانستان څخه د دفاع چارسمبالي وزیر او په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ ځواکونو عمومي قوماندان هم ګډون کړی دی.

د افغان ولسمشر د عامه او ستراتژیکو اړیکو سلاکار وحید عمر هم نن په یوه خبري غونډه کې وویل، افغان دولت تمه لري چې د قطر روانو خبرو له پایلو سره سم د افغانانو خپل منځۍ خبرې پیل شي.

"زمونږ د نړیوالو او په ځانګړي توګه د امریکايي همکارانو د معلوماتو پر بنسټ له طالبانو سره د سولې په خبرو کې د پام وړ پرمختګ راغلی، مونږ هیله من یو چې د امریکا او طالبانو تر منځ خبرې ژر پای ته ورسېږي چې ورپسې د افغان دولت او طالبانو تر منځ مخامخ خبرې ژر پیل شي."

بل لور ته په کابل کې یو شمېر افغان سیاسي شخصیتونو هم دې پرمختګونو ته هیله مندي ښودلي.

د حکومت اجراییه رییس عبدالله عبدالله چې د پخواني جهادي مشر حضرت صبغت الله مجددي مړینې لومړي تلین مراسمو کې يې خبرې کولې وویل، وروستیو پرمختګونو او بدلونونو سولې ته زمینه برابره کړې خو د ده په وینا داسې هم نه شي ویل کېدای چې د امریکا او طالبانو تر منځ د هوکړې له لاسلیک سره به هر څه حل شي.

پخواني ولسمشر حامد کرزي هم دې غونډې ته په وینا کې وروستي پرمختګونه هیلي بخښونکي وبلل.

امریکايي رسنیو د ځینو سرچینو له قوله خبر ورکړی چې تمه ده د تاوتریخوالي کمېدو په اړه د طالبانو او امریکایانو تر منځ هوکړه په څو راتلونکو ورخو کې اعلان شي.

ټاکل شوې، د امریکا او طالبانو تر منځ د دې هوکړې له لاسلیک وروسته د افغانانو تر منځ خپل منځي خبرې او له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو وتل پیل شي.

په دې لړ کې افغان حکومت ویلي په دوحې کې د خبرو له پرمختګ سره هم مهاله په افغانستان کې هم د سولې لپاره د سیاسي اجماع، د سولې ملا تړي ډلې جوړیدو او طالب بندیانو خوشي کیدو لپاره کوټلي ګامونه اخیستل شوي.

اصلي اړیکې: https://www.bbc.com/pashto/afghanistan-51492202

د اصلي پاڼې خلاصول

بی بی سی په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading