بازتاب نیوز

خوست: ډرون بريد کې ۵ ملکي وګړي وژل شوي

٢٤ سلواغه ١٣٩٨ نن ټکی اسیا

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۴ سلواغه، ۱۳۹۸ل): په ملکي وګړو د امريکايي ځواکونو د چاپو او هوايي بريدونو په دوام دا ځل بيا په خوست ولايت کې د بې پيلوټه الوتکې بريد کې پنځه ملکي وګړي وژل شوي.

راپورونه وايي چې تيره ورځ مازيګر د خوست ولايت نادرشاه کوټ ولسوالۍ اړوند زيني خيلو سيمه کې په هغو کسانو ډرون بريد شوی چې غره ته د لرګيو اخيستو لپاره تللي وو او بیرته سمې ته راکوزېدو په حال کې وو.

د سيمې اوسېدونکو نن ټکي اسيا ته د وژل کسانو نومونه
سیف الله، شفیق الله، متشکي، شاه پور او یعقوب ياد کړي دي او ويلي يې دي چې وژل شوي کسان د لرګيو سوداګر وو چې غره ته د لرګيو د سودا لپاره ختلي وو.

بايد وويل شي چې امريکايي ځواکونو تر دې وړاندې هم ګڼ شمير ملکي وګړي په سمو او غرونو کې په نښه کړي دي.

تير کال په ميدان وردګ ولايت کې هم اووه تنه کليوال چې غره ته لرګيو لپاره تللي وو په هوايي بريد کې وژل شوي وو.

تر اوسه د خوست ولايتي چارواکو په دې اړه څه نه دي ويلي‌‌.

شریک یې کړئ:

اصلي اړیکې: https://www.nunn.asia/159034/خوست-ډرون-بريد-کې-۵-ملکي-وګړي-وژل-شوي/

د اصلي پاڼې خلاصول

نن ټکی اسیا په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading