بازتاب نیوز

دايکندي: د واورې ښوېدو له امله لس تنه مړه شوي

٢٤ سلواغه ١٣٩٨ نن ټکی اسیا

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۴ سلواغه، ۱۳۹۸ل): په دايکندي ولايت کې د واورې ښوېدو په دوو پېښو کې لږ تر لږه لس تنه مړه شوي دي.

د دايکندي ولايت چارواکي وايي چې تېره شپه ددې ولايت قیصار ولسوالۍ کې په دوو بېلابيلو پېښو کې دا کسان مړه شوي دي.

د والي مرستيال محمد علی روزګاني وايي چې تيره شپه  د قیصار ولسوالۍ په رباط سيمه کې د يو کور چت راغورځېدلی چې له امله د يوې کورنۍ شپږ غړي وژل شوي.

نوموړی وايي چې د همدې ولسوالۍ په دهن اوبه سيمه کې هم د يو کور يوولس غړي تر چتونو لاندې شوي دي او اټکل کيږي چې ټولو به خپل ژوند له لاسه ورکړی وي.

د يادونې وړ ده چې دوه ورځې وړاندې د افغانستان د هوا پېژندنې ادارې د باران او واورې د ورښت وړاندوينه کړې وه.

تير کال ژمي کې هم د افغانستان په بېلابېلو ولايتونو کې د موسمي ورښتونو او واورو له امله ګڼ شمير خلکو ته مالي او ځاني زيانونه اوښتي وو.

شریک یې کړئ:

اصلي اړیکې: https://www.nunn.asia/159031/دايکندي-د-واورې-ښوېدو-له-امله-لس-تنه-مړ/

د اصلي پاڼې خلاصول

نن ټکی اسیا په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading