بازتاب نیوز

عبدالرشید دوستم موازي حکومت جوړوي

٢٤ سلواغه ١٣٩٨ سلام وطندار

د ولسمشر لومړی مرستیال عبدالرشید دوستم وايي چې تر دې زیات ټاکنیزې لانجې او د ولسمشري ټاکنو د وروستۍ پایلې په اعلان کې ځنډ د خلکو لپاره د منلو نه دی.

دوستم نن د جوزجان په مرکز شبرغان کې د امیر علي‌شېر نوايي د زوکړې په ۵ سوه او ۷۹یمې او د ظهیرالدین‌محمد بابر د ۵ سوه او ۳۷مې کلیزې په نمانځغونډه کې وویل، د جنبش ګوند پلویان او د ثبات او همپالنې ټیم د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون له لوري د ټاکنو د وروستۍ پایلې اعلان ته په تمه دی.

نوموړی خبرداری ورکوي، هغه حکومت چې په درغلیو جوړ شي، پر وړاندې به یې ودرېږي او د عبدالله عبدالله په مشري به موازي حکومت جوړ کړي. هغه وايي، د ثبات او همپالنې ټیم ډېرې رایې لري.

د ولسمشر لومړي مرستیال د سولې خبرو اترو او د امریکا او طالبانو تر منځ د هوکړه‌لیک د لاسلیکولو هرکلی کوي.

دوستم په سرپل کې د القاعده شبکې د فعالیتونو او په شمالي ولایتونو کې د جګړې د سختېدو خبر ورکوي او وايي، د شمالي ولایتونو لویې لارې د طالبانو په واک کې دي. د نوموړي په وینا، اوس د یو شمېر ولسوالیو لارې تړلي دي او که په اړه یې جدي اقدام ونه شي، د راتلونکي کال له پیله به په شمال کې امنیتي وضعیت نور هم خراب شي.

د ولسمشر لومړي مرستیال په شمال کې د تېلو او ګازو د خدمتونو تخنیکي امریت د ۵۱۲ تنقیص شویو بستونو په اړه وویل، که کانونو وزارت پر خپلې پرېکړې بیا کتنه ونه کړي، په جوزجان کې به د عدالت غوښتنې سترې غونډې جوړې کړي.

اړوند مطالب:

د ټاکنو کمېسیون: سبا د شکمنو او له وخته بهر رایو ځانګړی تفتیش پیلېږي سبا د ۳۰۰ زرو لانجمنو رايو بيا شمېرنه او ځانګړی تفتیش پيلېږي

اصلي اړیکې: https://swn.af/pashto/Article.aspx?a=53191

د اصلي پاڼې خلاصول

سلام وطندار په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading