بازتاب نیوز

دوستم: که ټاکنو کمېسیون اشرف غني بریالی اعلان کړي؛ موازي حکومت جوړوم

٢٤ سلواغه ١٣٩٨ نن ټکی اسیا

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۴ سلواغه، ۱۳۹۸ل): د ګډ حکومت د مشر «اشرف غني» لومړي مرستیال «عبدالرشید دوستم» ګواښ کړی، که د ټاکنو کمېسیون اشرف غني بریالی اعلان کړي، دی به په شمال کې موازي حکومت جوړ کړي.

دوستم دغه څرګندونې د جوزجان په مرکز «شبرغان» کې د امیر علي شیرنوایي د پنځه سوه اویایم تلین په مناسبت جوړې شوې ناستې ته کړې، نوموړي ویلي، د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې ټیم تر ټولو ډېرې رایې وړې، که د ټاکنو کمېسیون تقلب وکړي او دولت ساز ټیم بریالی اعلان کړي، په شمال کې د عبدالله عبدالله په رهبري موازي حکومت جوړوم.

نوموړي په غونډه کې ناست د جوزجان والي ته اشاره وکړه او ویې ویل، که حکومت جوړ شو ته اختیار لري، له هر لوري سره چې درېږي.

دوستم ددې تر څنګ د هیواد د سیاسي وضعیت په اړه هم نظر ورکړی او د طالبانو له لوري د جګړې د تشدد د کموالي له خبرونو یې هرکلی کړی.

دوستم داسې مهال د موازي حکومت د جوړولو ګواښ کوي، چې په ټاکنو باندې څو میاشتې تېرېږي؛ خو لا هم پایله ګونګه او نامالومه ده او بېلابېل ټاکنیز ټیمونه د خپلو بریاوو ادعاء کوي.

شریک یې کړئ:

اصلي اړیکې: https://www.nunn.asia/159039/دوستم-که-ټاکنو-کمېسیون-اشرف-غني-بریالی/

د اصلي پاڼې خلاصول

نن ټکی اسیا په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading