بازتاب نیوز

ټرمپ: له طالبانو سره د سولې ښه تړون ته نږدې شوي يوو

٢٤ سلواغه ١٣٩٨ نن ټکی اسیا

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۵ سلواغه، ۱۳۹۸ل): د امريکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ ويلي، له طالبانو سره د سولې او له افغانستانه د خپلو عسکرو د ايستلو لپاره يوه ښه تړون ته نږدې شوي دي.

د ټرمپ په وينا دی هيله من دی، چې د روانې مياشتې تر پایه له طالبانو سره د سولې يو ښه تړون لاسليک شي.

تر دې وړاندې د امريکا د بهرنيو چارو وزير مايک پومپيو هم ويلي و، له طالبانو سره د سولې خبرو کې يې مهم پرمختګونه کړي دي.

د امريکا د دفاع وزير مارک ايسپر هم ويلي، له طالبانو سره يې د يوې اونۍ لپاره د جګړې تشدد په کمولو خبرې کړي دي.

امريکايي رسنۍ وايي، له طالبانو سره د سولې خبرو کې پرمختګ او جګړې تشدد کمولو په اړه د امريکايي چارواکو څرګندونې په دې معنا دي، چې دواړه لوري د تاوتريخوالي په کمولو سلا شوي دي.

د رپوټونو له مخې که امريکا او طالبان د روانې مياشتې تر پايه د سولې هوکړې ته ورسيږي، امريکا به له افغانستانه د خپلو ديارلس زرو عسکرو د ايستلو لړۍ پيل کړي او بین الافغاني خبرې به پيل شي.

د يادونې وړ ده، چې تېره ورځ په ټول هېواد کې د طالبانو له لوري د بریدونو او چاودنو هېڅ خبر نه دی خپور شوی او ډېری کارپوهان دا کار د سولې لپاره يو ښه ګام او زيری بولي.

شریک یې کړئ:

اصلي اړیکې: https://www.nunn.asia/159053/ټرمپ-له-طالبانو-سره-د-سولې-ښه-تړون-ته-نږ/

د اصلي پاڼې خلاصول

نن ټکی اسیا په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading