بازتاب نیوز

اسدالله خالد: طالبان دې د نظام د بدلولو فکر نه کوي

٢٤ سلواغه ١٣٩٨ نن ټکی اسیا

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۵ سلواغه، ۱۳۹۸ل):  د ګډ حکومت دفاع وزیر «اسدالله خالد» وایي، طالبان دې کله هم د افغان امنیتي ځواکونو د منحل کولو او د نظام د بدلولو فکر نه کوي.

خالد، چې په بروکسل کې یې د ناټو د غړو هیوادونو د دفاع وزیرانو د ناستې په څنډه کې له خبریالانو سره خبرې کولې، ویلي «یو کال وړاندې طالبانو د نظام د بدلون او د افغان امنیتي ځواکونو د منحل کولو خوب لیده؛ خو  نور هغه وخت تېردی، هیڅوک هم په ړندو سترګو ددوی سوله او اوربند نه مني، که چېرې بیا هم طالبان داسې اراده وکړي، زموږ امنیتي ځواکونه ژوندي دي، هر څه به سم کړي.»

نوموړي ددې تر څنګ ډاډ ښودلی، چې د ناټو متحدینو ورته تر ۲۰۲۴ پورې د افغان امنیتي ځواکونو د د ملاتړ ډاډ ورکړی.

د خالد په قول، په افغانستان کې په وروستیو کې د عملیاتو زیاتول د همدې لپاره وو څو پر طالبانو فشار راوړي او هغوی د مذاکراتو مېز ته راټول کړي « یو شی واضح دی، د افغان حکومت او ناټو هڅې سره ګډې دي، هغه که سولې ته د تګ په برخه کې وي او یا په طالبانو باندې د فشار د راوړلو په برخه کې.»

خالد داسې مهال طالبانو ته ګواښونه کوي او شرایط ورته ږدي، چې په قطر کې طالب او امریکایي مذاکراتي ټيمونه د توافقنامې د لاسلیک لور ته تر بل هر وخت نږدې شوي ښکاري او داسې تمې شته، چې ښایي د دواړو لورو تر منځ له توافق وروسته د افغانانو خپلمنځي خبرې پیل شي.

شریک یې کړئ:

اصلي اړیکې: https://www.nunn.asia/159048/اسدالله-خالد-طالبان-دې-د-نظام-د-بدلولو/

د اصلي پاڼې خلاصول

نن ټکی اسیا په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading