بازتاب نیوز

د سالنګ لويه لار بېرته د ټرافيكو پرمخ پرانيستل شوه

٢٥ سلواغه ١٣٩٨ د كليد ګروپ

د سالنګ لويه لار له ۲۵ ساعته بندښت وروسته بېرته د ټرافيكو پرمخ پرانيستل شوه. د سالنګونو د ساتنې او څارنې رياست وايي، د واورې پاكولو وسايط، چې د سالنګونو دواړو خواوو ته د لارې پاكولو پر عملياتو بوخت وو، تېره شپه نهه بجې او ۳۰ دقيقې سره يوځاى شول او لار يې د موټرونو د تګ راتګ پرمخ پرانيسته. د سرچينې په خبره، د سالنګ لويه لار دمګړۍ له ټېلرونو پرته د نورو ټولو موټرونو پرمخ پرانيستې ده. ياده لار وړمه شپه اته بجې او ۳۰ دقيقې د ټرافيكو پرمخ تړل شوې وه. د سالنګ پر لويه لار، چې په غرونو کې له اوږده تونل څخه تېره شوې، په ژمي كې تګ راتګ له ډېرو ستونزو سره مخ وي او حتى ځينې وخت خلكو ته په كې مرګ ژوبله هم اوړي.   The post د سالنګ لويه لار بېرته د ټرافيكو پرمخ پرانيستل شوه appeared first on pashto.

اصلي اړیکې: https://tkg.af/pashto/2020/02/14/د-سالنګ-لويه-لار-بېرته-د-ټرافيكو-پرمخ-پ-2/

د اصلي پاڼې خلاصول

د كليد ګروپ په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading