بازتاب نیوز

ناټو: له افغان ځواكونو خپل ملاتړ ته دوام وركوو

٢٥ سلواغه ١٣٩٨ د كليد ګروپ

د ناټو سازمان غړو هېوادونو يو ځل بيا له افغان امنيتي او دفاعي ځواکونو د ملاتړ او ورسره د همکاريو د دوام ژمنه وکړه. د ياد سازمان د غړو هېوادونو د دفاع وزيرانو د بلجيم په پايتخت بروكسل كې د خپلې غونډې په دوهمه او وروستۍ ورځ د افغانستان په تړاو بحث وكړ. په دې غونډه كې د ناټو سرمنشي ينس سټولټنبرګ د افغان سرتېرو هڅې وستايلې او ويې ويل، په ۲۰۱۹ ميلادي كال كې د وسله والو طالبانو له شتونه زياتې سيمې پاكې شوې دي. د ملي دفاع وزارت وايي، د ناټو د غړو هېوادونو د دفاع وزيرانو د غونډې په پاى کې يو ځل بيا په قاطعيت سره ژمنه وشوه، چې له افغان امنيتي او دفاعي ځواکونو سره به مالي او پوځي مرستو ته دوام ورکړل شي. بل پلو د ملي دفاع سرپرست وزير اسدالله خالد په بروكسل كې د امريكا د دفاع له وزير مارك اسپر سره ليدلي دي. د ملي دفاع وزارت د خبرپاڼې پر بنسټ، په دې ليدنه كې اسپر له افغان ځواكونو د متحدو ايالتونو د ملاتړ او ورسره د همكاريو پر دوام ټينګار وكړ.   The post ناټو: له افغان ځواكونو خپل ملاتړ ته دوام وركوو appeared first on pashto.

اصلي اړیکې: https://tkg.af/pashto/2020/02/14/ناټو-له-افغان-ځواكونو-خپل-ملاتړ-ته-دوام/

د اصلي پاڼې خلاصول

د كليد ګروپ په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading