بازتاب نیوز

په بلخ كې نهه وسله وال طالبان ووژل شول

٢٥ سلواغه ١٣٩٨ د كليد ګروپ

۲۰۹ شاهين قول اردو د بلخ په چمتال ولسوالۍ كې د نهو وسله والو طالبانو د وژل كېدو خبر وركوي. دې قول اردو د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، چې تېر مازديګر شاوخوا څلور بجې د چمتال ولسوالۍ په جرقلعه سيمه كې د هوايي بريد په ترڅ كې د بلخ لپاره د طالبانو د نظامي كمېسيون غړى مولوي سردار محمد له خپلو اتو ملګرو سره يو ځاى ووژل شو. د سرچينې په وينا، په دغه بريد كې د طالبانو يوه قرارګاه، يو شمېر نقليه وسايط، وسلې او مهمات ويجاړ شوي دي. وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.   The post په بلخ كې نهه وسله وال طالبان ووژل شول appeared first on pashto.

اصلي اړیکې: https://tkg.af/pashto/2020/02/14/په-بلخ-كې-نهه-وسله-وال-طالبان-ووژل-شول/

د اصلي پاڼې خلاصول

د كليد ګروپ په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading