بازتاب نیوز

په چين کې د کورونا ويروس د قربانيانو شمېر ۱۳۸۱ تنو ته ورسېد

٢٥ سلواغه ١٣٩٨ د كليد ګروپ

په چين كې ۱۱۶ نورو كسانو د كورونا ويروس له كبله خپل ژوند له لاسه وركړى دى. په دې سره په ياد هېواد كې د دغه ويروس د قربانيانو شمېر ۱۳۸۱ تنو ته ورسېد. د راپورونو له مخې، په چين كې په كورونا ويروس د اخته كسانو شمېر ۶۳۹۳۲ ته لوړ شوى دى. د دې هېواد د هوبي ولايت روغتيايي كمېټې اعلان كړى، چې په چين كې ۱۷۱۶ روغتيايي كاركوونكي په ياد ويروس اخته شوي، چې له ډلې يې شپږو تنو ساه وركړې ده. هلته د كورونا ويروس د قربانيانو او پرې د اخته كسانو شمېر ورځ تر بلې د زياتېدو په حال كې دى. پر چين سربېره د نړۍ په شاوخوا ۲۵ نورو هېوادونو كې هم سلګونه كسان په ياد ويروس ككړ دي.   The post په چين کې د کورونا ويروس د قربانيانو شمېر ۱۳۸۱ تنو ته ورسېد appeared first on pashto.

اصلي اړیکې: https://tkg.af/pashto/2020/02/14/په-چين-کې-د-کورونا-ويروس-د-قربانيانو-شم-3/

د اصلي پاڼې خلاصول

د كليد ګروپ په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading