بازتاب نیوز

په بغلان كې يو طالب سرګروپ ونيول شو

٢٥ سلواغه ١٣٩٨ د كليد ګروپ

د بغلان په مركز پلخمري ښار كې د وسله والو طالبانو يو سرګروپ نيول شوى دى. د دغه ولايت د امنيه قوماندانۍ وياند احمد جاوېد بشارت كليد ته وويل، نيول شوى طالب سرګروپ سرور نومېږي، چې په مركزي بغلان ولسوالۍ كې يې پر امنيتي سرتېرو په يو شمېر ترهګريزو بريدونو كې لاس درلود. د ده په وينا، سرور په پاكستان كې له څو مياشتنيو زده كړو وروسته بغلان ته د بېرته ستنېدو په مهال د دې ولايت په مركز پلخمري ښار كې ونيول شو. وسله والو طالبانو د دغه كس د نيول كېدو په اړه خپل نظر نه دى څرګند كړى.   The post په بغلان كې يو طالب سرګروپ ونيول شو appeared first on pashto.

اصلي اړیکې: https://tkg.af/pashto/2020/02/14/په-بغلان-كې-يو-طالب-سرګروپ-ونيول-شو/

د اصلي پاڼې خلاصول

د كليد ګروپ په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading