بازتاب نیوز

په اروزګان كې د ماين چاودنې د ملي امنيت يو كاركوونكى وواژه

٢٥ سلواغه ١٣٩٨ د كليد ګروپ

د اروزګان په مركز ترينكوټ ښار كې د چسپكي ماين چاودنې دوو تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده. د ترينكوټ ښار د لومړۍ امنيتي حوزې امر نظر محمد كليد ته وويل، دا چاودنه نن ماسپښين شاوخوا دوه بجې د ملي امنيت د كاركوونكو پر موټر شوې، چې له كبله يې د ملي امنيت يو كاركوونكى وژل شوى او يو ولسي پاڅون كوونكى ټپي دى. نوموړى وايي، د پېښې د عاملينو د نيولو هڅې روانې دي. د يادې چاودنې مسووليت تر دې دمه چا نه دى منلى. دا په تېره يوه مياشت کې په ترينکوټ ښار کې درېيمه چاودنه ده، چې رامنځته کېږي.   The post په اروزګان كې د ماين چاودنې د ملي امنيت يو كاركوونكى وواژه appeared first on pashto.

اصلي اړیکې: https://tkg.af/pashto/2020/02/14/په-اروزګان-كې-د-ماين-چاودنې-د-ملي-امنيت/

د اصلي پاڼې خلاصول

د كليد ګروپ په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading