بازتاب نیوز

په ننګرهار كې د کانونو د غيرې قانوني کيندنې مخنيوی وشو

٢٥ سلواغه ١٣٩٨ د كليد ګروپ

د ننګرهار په کامې ولسوالۍ کې د کانونو د غيرې قانوني کيندنې مخه نيول شوې ده. د دغه ولايت د رسنيو له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، امنيتي ځواکونو په كامې ولسوالۍ كې هغه وسايل او ماشينونه نيولي، چې په غيرې قانوني ډول د کان کيندنې لپاره کارول کېدل. په خبرپاڼه کې دا نه دي ويل شوي، چې له يادو ماشينونو سره څوک نيول شوي او که نه، خو د والي له قوله د امنيت د ښه کېدو ترڅنګ د فساد، غصب او نورو غيرې قانوني کړنو پر مخنيوي ټينګار شوی دى. The post په ننګرهار كې د کانونو د غيرې قانوني کيندنې مخنيوی وشو appeared first on pashto.

اصلي اړیکې: https://tkg.af/pashto/2020/02/14/په-ننګرهار-كې-د-کانونو-د-غيرې-قانوني-کين/

د اصلي پاڼې خلاصول

د كليد ګروپ په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading