بازتاب نیوز

د کندوز په یوې مدرسه کې چاودنې پنځه تنه ماشومان وژلي

٢٥ سلواغه ١٣٩٨ طلوع نیوز

په کندوز ولایت کې په یوې چاودنه کې پنځه تنه ماشومان وژل شوي او درې نور ټپيان دي.

د کورنیو چارو وزارت وايي چې دغه پېښه تېره ورځ مازدیګر د دشت ارچي ولسوالۍ کې هغه مهال رامنځته شوې چې په یوې مدرسه کې ځای پر ځای شوي ماین چاودنه وکړه.

د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي په دې اړه وايي چې د دغې پېښې ټول قربانیان د دغې مدرسې زده کوونکي دي.

تراوسه هېڅ ډلې د دغې پېښې مسوولیت په غاړه نه دی اخیستی.

اصلي اړیکې: https://tolonews.com/pa/afghanistan/د-کندوز-په-یوې-مدرسه-کې-چاودنې-پنځه-تنه-ماشومان-وژلي

د اصلي پاڼې خلاصول

طلوع نیوز په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading