بازتاب نیوز

ننګرهار په سره ردو کې هوايي برید مرګژوبله اړولې

٢٥ سلواغه ١٣٩٨ بی بی سی

د افغانستان له ختیځ ننګرهار ولایته رسېدلي رپوټونو کې ویل شوي، د جلال اباد ښار په لویدیځ سرخ رود ولسوالۍ کې په یوه هوايي برید کې یو موټر په نښه شوی او مرګژوبله پکې رامنځته شوې ده.

جلال اباد کې د بي بي سي خبریال ذبیح الله رحیمزی وايي، دغه برید له ځايي وخت سره سم مازدیګر مهال شوی. د ننګرهار والي ویاند عطاالله خوږیاڼي بي بي سي ته وویل، په دې برید کې نهو کسانو ته مرګژوبله اوښتې ده، خو تر اوسه یې نور جزیات نه دي ورکړي، چې وژل شوي کسان څوک دي.

نوموړی وايي، د برید هدف د حکومت وسله وال مخالفان وو، خو په وینا یې په سیمه کې پلټنې روانې دي او وروسته به معلومېږي چې چا ته مرګژوبله اوښتې ده.

یو شمېر ځايي اوسېدونکي بیا وايي، دغه برید کې اته کسان وژل شوي دي. دوی وايي، وژل شوي کسان ملکي خلک دي.

د سیمې یوه قومي مشر قهار بي بي سي ته وویل، وژل شوي کسان ملکي خلک دي، چې د ننګرهار له یوې بلې ولسوالۍ خوږیاڼو نه بېرته د ستنېدو پر مهال یې ډاټسن ډوله موټر په نښه شوی دی.

وسله والو طالبانو په یوه اعلامیه کې وژل شوي کسان ملکي خلک بللي او وايي، شمېر یې ۱۱ کسان دي.

سرخرود د ننګرهار له هغو ولسوالیو ده، چې په یو شمېر برخو کې یې وسله وال طالبان فعال دي او د ځینې سرچینو په خبره دغه سیمه کې چې برید شوی هم وسله وال طالبان فعال دي.

نور جزیات لږ وروسته..

اصلي اړیکې: https://www.bbc.com/pashto/world-51505470

د اصلي پاڼې خلاصول

بی بی سی په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading