بازتاب نیوز

اوچا: تېر کال کې ۴۸۸ ښوونځي تړل شوي

٢٥ سلواغه ١٣٩٨ نن ټکی اسیا

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۵ سلواغه، ۱۳۹۸ل): د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره «اوچا» وایي، په تېر میلادي کال کې نږدې پنځه سوه ښوونځي تړل شوي او لسګونه زره زده کوونکي له زده کړو محروم شوي.

د اوچا له لوري په تازه خپاره شوي راپور کې راغلي، چې د ښوونځیو د تخریب او تړل کېدو له امله د ۷۲ زره نجونو په ګډون ټولټال ۱۵۰ زره زده کوونکي له زده کړو بې برخې شوي.

راپور زیاتوي « په ۲۰۰۲ میلادي کال کې یو میلیون ماشومانو ښوونځیو ته لاسرسی درلود او  په ۲۰۱۹ کې دا کچه ۸.۲ میلیونو ته ورسېده؛ خو بې وزلي، نا امني او اقتصادي ستونزې هغه څه دي، چې د زده کړې سکتور یې تر ژور فشار لاندې راوستلی.»

د راپور په بنسټ، ددې ښوونځیو لویه برخه په ارزګان، پکتیکا او لوګر ولایتونو کې موقیعت لري.

ملګري ملتونه داسې مهال د ښوونځیو په تړل کېدو خواشیني ښيي، چې په افغانستان کې جګړه تر بل هر وخت خونړۍ شوې او د ولسي وګړو د تلفاتو ګراف ورسره جوخت لوړې کچې ته رسېدلی.

شریک یې کړئ:

اصلي اړیکې: https://www.nunn.asia/159077/اوچا-تېر-کال-کې-۴۸۸-ښوونځي-تړل-شوي/

د اصلي پاڼې خلاصول

نن ټکی اسیا په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading