بازتاب نیوز

ناټو: که طالبان سولې ته ژمنتیا وښيي، د خپلو عسکرو شمېر راکمولو ته چمتو یو

٢٥ سلواغه ١٣٩٨ نن ټکی اسیا

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۶ سلواغه، ۱۳۹۸ل): د ناټو سازمان عمومي سرمنشي «ينس سټولټنبرګ» وایي، که طالبان تشدد را کم کړي او سولې ته په رښتیني ډول خپله ژمنتیا وښي، دوی تیار دي په افغانستان کې د خپلو عسکرو شمېر را کم کړي.

ینس دغه څرګندونې د مونیخ د امنیتي کنفرانس په څنډه کې خبریالانو ته وکړې، نوموړي وویل « ناټو دا مهال په افغانستان کې ۱۶۰۰۰ سرتېري لري، که طالبان تشدد راکم کړي او سولې ته په رښتیني ډول ژمنتیا وښيي، موږ د خپلو ځواکونو د شمېر تنظیمولو ته تیار یو.»

ناټو داسې مهال په مشروط ډول د خپلو ځواکونو د شمېر کمولو ته تیارېږي، چې یو شمېر رسنۍ د طالب او امریکایي چارواکو له قوله خبر ورکوي، چې دواړه لوري په قطرکې د تشدد په اووه ورځني کموالي توافق ته رسېدلي او په دې برخه کې ښایي رسمي اعلامیه د همدې اوونۍ دننه خپره شي.

د راپورونو په اساس، که طالبان په رښتیني ډول تشدد کم کړي، نو د لسو ورځو دننه به له امریکا سره یوه توافقنامه امضاء کوي، د کومې له مخې به چې بهرنیان له افغانستان څخه وزي او بین الافغاني خبرې به د راتلونکې «مارچ» میاشتې په لسمه پیلېږي.

شریک یې کړئ:

اصلي اړیکې: https://www.nunn.asia/159088/ناټو-که-طالبان-سولې-ته-ژمنتیا-وښيي،-د-خ/

د اصلي پاڼې خلاصول

نن ټکی اسیا په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading