بازتاب نیوز

«طالبان او امریکا د تشدد په کموالي موافقې ته رسېدلي»

٢٥ سلواغه ١٣٩٨ نن ټکی اسیا

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۶ سلواغه، ۱۳۹۸ل): په داسې حال کې، چې په قطر کې د طالبانو او امریکا تر منځ پرېکنده مذاکرات روان دی، یو شمېر رسنۍ خبر ورکوي، چې دواړه لوري د جګړې د شدت د کمولو په موضوع موافقې ته رسېدلي.

اسوشیټيد پریس خبري اژانس د جګپوړو طالب او امریکايي چارواکو له قوله لیکي، چې طالبانو او امریکا د جګړې د شدت په اووه ورځني کموالي توافق کړی، چې کولای شي، د سولې د توافقنامې لاسلیک ته لاره هواره کړي او بیا د همدې توافقنامې په اساس بهرني ځواکونه افغانستان پرېږدي.

راپور زیاتوي «د جګړې د شدت دا کموالی ځانګړی او د ټول هیواد په سطحه دی، چې په افغان ځواکونو کېدونکي بریدونه هم په ځان کې رانغاړي، طالبان ددې مسئولیت لري، چې د سړک د غاړي بمونه، موټربم بریدونه او د راکټونو توغول ودروي  او که طالبان دا کار وکړي، توافقنامه به د لسو ورځو دننه لاسلیک شي.»

په ورته وخت کې یو طالب چارواکي «اسوشیيټد پریس خبري اژانس» ته ویلي، ښايي د رواني فبروري د میاشتې په ۲۹ مه نېټه توافقنامه لاسلیک شي او بین الافغاني مذاکرات د راتلونکې مارچ میاشتې په لسمه نېټه پیل شي، چې تر دې دمه د جرمني او ناروې هیوادونه ورته وړاندیز شوي.

طالبان او امریکا داسې مهال د تشدد په کموالي توافق ته رسېږي او د بین االافغاني مذاکراتو نېټه ورځ تر بلې را لنډېږي، چې کابل حکومت لا هم د یوه «همه شموله» مذاکراتي ټیم په جوړولو نه دی توانېدلی، د ارګ له لوري جوړ شوی پلاوی، د حکومت د نیمې برخې «اجرائیه ریاست» له لوري رد شوی او ټینګار شوی، چې په دې برخه کې له دوی سره سلا مشوره نه ده شوې.

شریک یې کړئ:

اصلي اړیکې: https://www.nunn.asia/159086/طالبان-او-امریکا-د-تشدد-په-کموالي-مواف/

د اصلي پاڼې خلاصول

نن ټکی اسیا په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading