بازتاب نیوز

د سلواغې ۲۶ مه نېټه له افغانستان څخه د سرو لښکرو وتل

٢٦ سلواغه ١٣٩٨ د خامه پرس خبری آژانس

له نن څخه کابو یو څلوېښت کاله مخکې د پخواني شوروي سرو لښکرو پر افغانستان یرغل وکړ، او کابو لس کاله یې افغانستان کې جګړه وکړه.

د پخواني شوروي سرو لښکرو پر وړاندې کابو ټول افغانستان وسله پورته کړه، او له خپلې خاورې یې دفاع وکړه، چې دغه لړ کې ډېر شمېر افغانان ووژل شول، ټپیان شول، ښځې کونډې شوې او یو شمېر افغانان له هېواد څخه بهر هېوادونو ته ولاړل.

سرو لښکرو تر لس کاله جګړې وروسته د ۱۳۶۷ کال د سلواغې په ۲۶ مه ڼېټه اړه شوه چې په بشپړه توکه افغانستان پرېږدي، دا ورځ هر کال افغانستان کې نمانځل کېږي، او په دې ورځ ټول هېواد کې عمومي رخصتي وي.

نن شنبه د ۱۳۹۸ کال د سلواغې میاشې ۲۶ مه نېټه له افغاستان څخه د سرو لښکرو د وتلو ۳۱ مه کلیزه ده.

اصلي اړیکې: https://www.khaama.com/pashto/archives/25076

د اصلي پاڼې خلاصول

د خامه پرس خبری آژانس په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading