بازتاب نیوز

ولسمشر غني د امریکا د بهرنیو چارو وزیر او ملي دفاع وزیر سره لیدلي

٢٦ سلواغه ١٣٩٨ د خامه پرس خبری آژانس

ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، چې جمهور رئیس اشرف غني تیره ماښام ( جمعه سلواغې ۲۵ ) د مونیخ کلنۍ امنیتي غونډې په څنډه کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو او دغه راز د دغه هېود د ملي دفاع وزیر مارک اسپر سره لیدلي دي.

خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر غني د امریکا د بهرنیو او ملي دفاع وزیرانو سره د افغان سولې لپاره د امریکا د ځانګړي استازې زلمي خلیلزاد او همداراز افغانستان کې د غوڅ ملاتړ ماموریت قومندان سکاټ مېلر په حضور کې لیدلي او په ګډه یې د افغان سولې پر روان بهیر خبرې کړې دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر او د دغه هېواد د ملي دفاع وزیر ولسمشر غني سره په کتنه کې ویلي چې له طالبانو سره په مشروط ډول تړون لاسلیک کوي.

دغه کتنه کې چې د ولسمشر غني سربېره د افغانستان د ملي دفاع وزارت سرپرست اسدالله  خالد او د بهرنیو چارو وزارت سرپرست هارون چخانسوري ګډون درولود مایک پمپیو او مارک اسپر ویلي چې ښایي راتلونکې اونۍ طالبان سره په مشروط ډول د سولې تړون لاسلیک کړي.

د امریکا د بهرنیو او ملي دفاع وزارت مشرانو ویلي چې د سولې د تړون هېڅ ټکی پرته له شرط نه دی، او ښايي طالبانو پر یو شمېر غولونکو څرګندونو لاس پورې کړي.

د دوي په خبره له طالبانو سره د هوکړې ټول بندونه په مشروط ډول لاسلیک کېږي، خو مهمه خبر دا ده چې دا مهال طالبانو پرېکړه کړې چې له جګړې او تاوتریخوالي لاس واخلي.

ارګ څخه په همدې خبرپاڼه کې راغلي چې ټاکل شوې راتلونکې اونۍ ولسمشر غني د ملي او دفاعي ځواکونو په ګډون د ټولنې له بېلا بېلو برخو او سیاسي کړیو سره  مشورې پیل کړي، تر څو هغوي له شویو کړنو څخه با خبر او پر احتمالي فرصتونو او او ګواښونو بحث وکړي.

اصلي اړیکې: https://www.khaama.com/pashto/archives/25080

د اصلي پاڼې خلاصول

د خامه پرس خبری آژانس په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading