بازتاب نیوز

ارګ د امریکایي چارواکو له قوله: له طالبانو سره کېدونکې توافقنامه «مشروطه» ده

٢٦ سلواغه ١٣٩٨ نن ټکی اسیا

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۶ سلواغه، ۱۳۹۸ل): وروسته له هغه، چې د طالبانو او امریکا تر منځ د توافق د لاسلیکېدو خبرونه تاوده شول او په قطر کې دواړو لورو په پرېکنده خبرو پیل وکړ، ارګ د امریکايي چارواکو له قوله وایي، له طالبانو سره د کېدونکې توافقنامې هر بند مشروط شوی.

له ارګ څخه په همدې تړاو خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې تېره ورځ ارګ مشر اشرف غني، د بهرنیو چارو وزارت سرپرست «هارون چخانسوري»، د دفاع وزارت سرپرست «اسدالله خالد» او د دولت ساز ټيم لومړي مرستیال «امرالله صالح» د امریکا د بهرنیو چارو او دفاع وزیرانو، د قاطع ماموریت له مشر او د افغانستان لپاره د امریکا د سولې له استازي «زلمي خلیلزاد» سره لیدلي او په خبره یې، له طالبانو سره کېدونکې توافقنامه مشروطه منځپانګه لري.

د ارګ په خبره، امریکايي چارواکو ورته ویلي «د توافقنامې هیڅ بند بې شرطه نه دی او طالبان ممکن په اغوا کوونکو تبلیغاتو لاس پورې کړي، اما واقعیت او اصل موضوع داده چې هغوی حاضر شول له جنګ او تاوتریخوالي لاس واخلي او په کثرت ګرا ټولنه اعتراف کوي.»

په خبرپاڼه کې د مایک پمپيو له خولې ویل شوي «پرېږدئ طالبان چې هر څه وایي، ودې وایي. له هره ځایه یې چې وایي، ودې وایي، اما واقعیت دادی چې باید هغوی له تروریزم او القاعده سره مخه ښه وکړي او له جنګه لاس واخلي. موږ د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو ملاتړي وو، یوو او یوو به.»

د ارګ له قوله، اشرف غني بهراتلونکې اونۍ د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونو، د ټولنې بېلابېلو اقشارو، مدني ټولنې او سیاسي حلقو سره د مشورو لړۍ پیل کړي، ترڅو هغوی له جزئیاتو خبر کړي او د فرصتونو او احتمالي خطرونو په اړه له هغوی سره خبرې وکړي.

ارګ ته داسې مهال د بهرنیانو له لوري د سولې په تړاو ډاډ ورکړل شوی، چې تمه ده په نږدې راتلونکې کې دواړه لوري د سولې توافقنامه امضاء کړي او له دې سره له افغانستان څخه د بهرنیو عسکرو د وتلو بهیر عملا پیل شي.

کابل حکومت چې لا تر دې دمه په دې خبرو کې «ګوښې» ته ساتل شوی، ددې توافقنامې په اړه یې وخت نا وخت بېلابېل نظرونه ورکړي او لا هم نه دی توانېدلی د افغانانو د خپلمنځي خبرو لپاره پلاوی وټاکي.

شریک یې کړئ:

اصلي اړیکې: https://www.nunn.asia/159108/ارګ-د-امریکایي-چارواکو-له-قوله-له-طالبا/

د اصلي پاڼې خلاصول

نن ټکی اسیا په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading