بازتاب نیوز

په چين كې د كورونا ويروس۱۵۲۳ تنه وژلي

٢٦ سلواغه ١٣٩٨ د كليد ګروپ

په چين كې ۱۴۳ نورو كسانو د كورونا ويروس له كبله خپل ژوند له لاسه وركړى دى. په دې سره په ياد هېواد كې د دغه ويروس د قربانيانو شمېر ۱۵۲۳ تنو ته ورسېد. د راپورونو له مخې، په چين كې په كورونا ويروس د اخته كسانو شمېر ۶۶۴۹۲ ته لوړ شوى دى. په ورته وخت كې د چين حكومت د ياد ويروس د خپرېدو مخنيوي لپاره امر كړى، چې د دغه هېواد پايتخت بيجينګ ته ورتلونکي کسان دې ۱۴ ورځې قرنطين شي او له دې امره سرغړوونكو ته يې د سزا ګواښ كړى دى. بلخوا په افريقا کې د كورونا ويروس د لومړۍ پېښې د موندل کېدو راپورنه خپاره شوي دي. له چينه بهر هم په دغه ويروس سلګونه كسان ككړ دي او له كبله يې درېيو تنو په هانګ كانګ، فيليپين او جاپان کې ساه وركړې ده. The post په چين كې د كورونا ويروس۱۵۲۳ تنه وژلي appeared first on pashto.

اصلي اړیکې: https://tkg.af/pashto/2020/02/15/په-چين-كې-د-كورونا-ويروس۱۵۲۳-تنه-وژلي/

د اصلي پاڼې خلاصول

د كليد ګروپ په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading