بازتاب نیوز

په خوست كې دوه تنه د خپل ماين په چاودنه كې ووژل شول

٢٦ سلواغه ١٣٩٨ د كليد ګروپ

د خوست امنيتي مسوولين په دې ولايت كې د خپل ماين په چاودنه كې د دوو تنو د وژل كېدو خبر وركوي. د خوست د امنيه قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول عادل حيدر کليد ته وويل، تېره شپه دوو كسانو غوښتل، چې په عليشېرو ولسوالۍ كې په لار كې ماين ځاى پر ځاى كړي، خو خپله يې ښكار شوي او دواړه وژل شوي دي. دى وايي، معلومه نه ده، چې ياد كسان څوك وو او د چا لپاره يې ماين ځاى پر ځاى كاوه، خو په وينا يې، په دې تړاو څېړنې روانې دي. تر دا مهاله د يادې پېښې په اړه كومې وسله والې ډلې څه نه دي ويلي.   The post په خوست كې دوه تنه د خپل ماين په چاودنه كې ووژل شول appeared first on pashto.

اصلي اړیکې: https://tkg.af/pashto/2020/02/15/په-خوست-كې-دوه-تنه-د-خپل-ماين-په-چاودنه-ك/

د اصلي پاڼې خلاصول

د كليد ګروپ په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading