بازتاب نیوز

په ننګرهار كې هوايي بريد اته ملكي وګړي وژلي

٢٦ سلواغه ١٣٩٨ د كليد ګروپ

د ننګرهار په سره رود ولسوالۍ کې د هوايي بريد په مهال اته ملكي وګړي وژل شوي دي. د پېښې عيني شاهدان وايي، بريد پر يوه شخصي ډاټسن موټر شوى، چې ملکي وګړي په کې تر سودا اخيستلو وروسته له کږې بازاره کور ته پر لاره وو. د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼي بيا كليد ته وويل، دغه هوايي بريد تېر مازديګر شاوخوا څلور بجې شوى، چې له كبله يې د يوه ماشوم په ګډون اتو ملكي وګړو خپل ژوند له لاسه وركړى دى. د هغه په خبره، د بريد هدف وسله وال طالبان وو، چې وړاندې يې له سيمې د چک پواينټ په توګه استفاده کوله، خو ملكي موټر يې ښكار شو. خوږياڼى وايي، ولايت مقام مسوولينو ته د پېښې د څېړلو دنده سپارلې ده. بلخوا وسله والو طالبانو ويلي، چې بريد د ملکي خلکو پر دوو موټرونو شوى، چې په ترڅ كې يې ۱۱ ملكيان وژل شوي دي.   The post په ننګرهار كې هوايي بريد اته ملكي وګړي وژلي appeared first on pashto.

اصلي اړیکې: https://tkg.af/pashto/2020/02/15/په-ننګرهار-كې-هوايي-بريد-اته-ملكي-وګړي-و/

د اصلي پاڼې خلاصول

د كليد ګروپ په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading