بازتاب نیوز

په بلخ كې د جرمونو يو پلاوونكى ووژل شو

٢٦ سلواغه ١٣٩٨ د كليد ګروپ

د بلخ په مركز مزار شريف ښار كې د جرمونو يو پلانوونكى پادشاه مشهور په پادشاه بابه يادګار له پوليسو سره په نښته كې وژل شوى دى. د كورنيو چارو وزارت وياند نصرت رحيمي وايي، پوليسو غوښتل د جمعې په مازديګر د مزار شريف ښار په پنځمه ناحيه كې ياد كس ونيسي، خو هغه پرې ډزې وكړې، چې له كبله يې يو پوليس ټپي شو. د نوموړي په خبره، د پوليسو په ځوابي ډزو كې پادشاه ټپي شو او وروسته تر نيولو يې په روغتون كې ساه وركړه. دا په داسې حال كې ده، چې د مزار شريف ښار اوسېدونكي له ناامنيو او وسله والو غلاوو شكايت كوي او له امنيتي ارګانونو غواړي، چې د دوى امنيت دې ټينګ كړي.   The post په بلخ كې د جرمونو يو پلاوونكى ووژل شو appeared first on pashto.

اصلي اړیکې: https://tkg.af/pashto/2020/02/15/په-بلخ-كې-د-جرمونو-يو-پلاوونكى-ووژل-شو/

د اصلي پاڼې خلاصول

د كليد ګروپ په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading