بازتاب نیوز

نن له افغانستانه د شوروي پوځيانو د وتلو ۳۱مه کليزه ده

٢٦ سلواغه ١٣٩٨ د كليد ګروپ

له نن څخه ۳۱ کاله مخکې پخواني شوروي اتحاد پر افغانستان پوځي يرغل وکړ، خو د افغان ولس له نېږدې يوې لسيزې مقاومت وروسته يې له دغه هېواده پښې سپکې کړې. شوروي د ۱۳۵۸ کال د مرغومي مياشتې په شپږمه نېټه د وخت په عصري وسلو سمبال پوځ د حيرتان بندر له لارې افغانستان ته داخل کړ، ترڅو د خپل لاسپوڅي نظام ستنې ټينګې كړي او په دې توګه خپلو اوږدمهالو هدفونو ته ورسېږي. خو دغه پوځيان د افغان ولس له ټينګ مقاومت سره مخ شول او د ۱۳۶۷ کال د سلواغې مياشتې په ۲۶مه نېټه يې له افغانستانه وروستۍ جوپه ووتله. نن د سلواغې مياشتې ۲۶مه نېټه په هېواد کې د دې ورځې په وياړ عمومي رخصتي ده. د پخواني شوروي اتحاد ځواکونو د خپل يرغل په مهال افغانستان ته د سر او مال درانه زيانونه واړول. په ياده دوره کې شاوخوا يو نيم ميليون افغانان ووژل شول، پنځه ميليونه نور كډوالۍ ته اړ شول، زرګونه تنه معيوب شول او همدارنګه ګڼ شمېر بنسټيز تاسيسات هم له منځه لاړل. خو په دې لړ کې سره پوځ ته هم درانه مالي او ځاني زيانونه واوښتل. The post نن له افغانستانه د شوروي پوځيانو د وتلو ۳۱مه کليزه ده appeared first on pashto.

اصلي اړیکې: https://tkg.af/pashto/2020/02/15/نن-له-افغانستانه-د-شوروي-پوځيانو-د-وتلو/

د اصلي پاڼې خلاصول

د كليد ګروپ په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading