بازتاب نیوز

ملي شورا کې د هلمند استازي: ايران طالبانو ته پرمختللې وسلې ورکړي

٢٧ سلواغه ١٣٩٨ سلام وطندار

د ملي شورا ځینې غړي سلام‌وطندار ته وايي، وسله‌والو طالبانو تازه د شپنیو عملیاتو مخنیوي په موخه له ګاونډيو هېوادونو په ځانګړې توګه له ایرانه داسې وسلې تر لاسه کړي چې پر مټ یې کولای شي پوځي الوتکې را نسکورې کړي.

دوی د ایران او طالبان ترمنځ پوځي همکاري اوږدمهاله یادوي خو زیاتوي چې اوس هم دوام لري.

د ولسي جرګې منشي محمد کریم اتل وايي چې له طالبانو سره د ايران همکاري نوې نه ده، بلکې له دې وړاندې يې هم طالبانو سره نظامي مرستې کړې دي او اوس هم دا مرستې دوام لري.

نوموړی زياتوي، د هلمند په خانشین او ګرمسېر ولسوالیو کې له طالبانو ځینې وسلې نیول شوي چې په ښکاره ډول پرې د ایران نوم لیکل شوی دی.

په ورته وخت کې مشرانو جرګه کې د هلمند د خلکو استازی هاشم الکوزی هم وايي چې وسله‌والو طالبانو پرمختلليو وسلو ته لاس‌رسی پیداکړی دی چې پر مټ يې الوتکې په نښه کړي.

له دې سره هلمند کې د ۲۱۵ میوند قل اردو قوماندان ولي محمد احمدزی که څه هم د کوم هېواد نوم نه اخلي خو وايي، ګاونډي هېوادونه هڅه کوي د افغان حکومت مخالفانو سره همکاري وکړي او پرمختللې وسلې په واک کې ورکړي.

د نوموړي په وینا، دې برخه کې یو شمېر ثبوتونه لري او هڅه کوي چې لا ډېر اسناد ترلاسه کړي.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې فراه، پکتیکا، هلمند او غزني ولایتونو کې څو نظامي چورلکې لوېدلي او یا د وسله‌والو له خوا ویشتل شوي؛ خو افغان چارواکي یې لامل تخنیکي عوارض ګڼي.

څه موده مخکې د هلمند کجکي ولسوالۍ کې د دفاع وزارت یوه قراردادي الوتکه په راکټ وویشتل شوه او بېړنۍ ناسته يې وکړه.

خو د افغان پوځ لوی درستیز سترجنرال بسم الله وزیري بیا وایي، تر اوسه چې کومې پوځي الوتکي لوېدلي، ډېری یې د تخنیکي ستونزو له کبله وې او تر اوسه داسې ثبوتونه نشته چې طالبانو دې د الوتکو ضد وسلو ته لاسرسی پیدا کړی وي.

هغه زیاته کړه چې په دې تړاو به څېړنې وکړي.

که څه هم امنیتي مسولان پرمختللو وسلو ته د طالبانو د لاسرسي خبره بشپړه نه تاییدوي، خو تر دې وړاندې د افغانستان د ملي امنیت پخواني رییس او د ولسمشرۍ ټاکنو نوماند رحمت الله نبیل خبرداری ورکړی و، که چېرې د امریکا او طالبانو د سولې هوکړه‌ ژر وروستۍ نه‌شي، طالبان به د هوايي دفاع پرمختللو وسلو ته لاسرسی پیدا کړي.

اصلي اړیکې: https://swn.af/pashto/Article.aspx?a=53218

د اصلي پاڼې خلاصول

سلام وطندار په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading