بازتاب نیوز

خوست کې قومي مشرانو د نشه‌يي توکیو پر کاروبار بندیز لګولی

٢٧ سلواغه ١٣٩٨ سلام وطندار

د خوست په اسماعیل‌خېلو او مندوزیو ولسوالیو کې د حیدرخېلو قوم له یوې جرګې وروسته یو پرېکړه‌‌لیک خپور کړی چې په‌کې لیکل شوي، که هر چا له دې وروسته د حیدرخېلو په سیمه کې د نشه‌يي توکيو پېر او پلور یا قاچاق وکړ او یا یې هم وکارول، د قومي تړون له مخې به سزا ورکول کېږي.

د دغه پرېکړه‌‌لیک له مخې به د نشه‌يي توکیو پلورونکي له کلي شړل کېږي، کورونه به یې سوځوي او پنځه لکه افغانۍ به قوم ته جرمانه ورکوي. دغه راز د نشه‌يي توکیو کاروباریان به هم یو لک او پنځوس زره افغاني جریمه کېږي.

د حیدرخېلو قوم مشران ولي‌محمد او خان‌ولي وايي، دوی پرېکړه کړې چې نور به په اسماعیل‌خېلو او مندوزیو ولسوالیو کې هېچا ته د نشه‌يي توکیو د پېر او پلور او کارولو اجازه نه ورکوي.

د دوی په وینا، که هر چا له یادې قومي پرېکړې سرغړونه وکړه، نه یوازې له کلي به شړل کېږي او نغدي جرمانه به ورکوي، بلکې کورونه به یې سوځوو، مالونه به یې حلالوو، دوی به حکومت ته په لاس ورکوو او په جنازه کې به یې هم ګډون نه کوو.

دوی همدا راز هغه درملتونونه هم په دغه پرېکړه‌لیک کې یاد کړي چې د حیدرخېلو اړوند سیمه کې پر نشه‌يي توکیو روږدو کسانو د نشې ګولۍ، ستنې او شربتونه پلوري.

د حیدرخېلو قوم یو ځوان رشیدالله همدرد وايي، په دغه پرېکړه‌لیک کې دا هم راغلي چې که حکومتي چارواکیو د نشه‌يي توکیو له پلورونکیو سره لاس درلود او له نیولو وروسته یې خوشي کول؛ نو دوی به یې په اړه اعتراضونه پیلوي او له قوم نه به یې شړي.

د خوست اسماعیل‌خېلو او مندوزیو ولسوال محمداکبر ځدراڼ وايي، د سیمې اوسېدونکي ورسره همکار دي او په هره پرېکړه کې یې ملاتړ کوي.

د نوموړي په وینا، هڅه کوي چې د قومي مشرانو په همکاري په یاده ولسوالي کې نشه‌يي توکي له منځه یوسي.

د حیدرخېلو قوم په داسې حال کې د نشه‌‌يي توکیو پر ضد راټولېږي چې د خوست په ګڼ شمېر سیمو کې لا هم په زیاته کچه د نشه‌يي توکیو پېر او پلور، کارول او قاچاق روان دی.

څه موده وړاندې د خوست والي محمدحلیم فدايي یوې غوندې ته ویلي و چې که د افغانیو دودولو په مبارزه کې بریالي شول؛ نو په خوست کې به له هغه وروسته د نشه‌يي توکیو پر ضد مبارزه پیلوي.

د نشه‌‌يي توکیو پر ضد د حیدرخېلو له قومي تړون وړاندې په ځاځي میدان او صبریو ولسواليو کې هم ورته پرېکړې شوې وې.

په دې تړاو:

خوست کې تازه قومي پرېکړه؛ یا ښوونځی، یا ۱۰۰ زره جریمه

اصلي اړیکې: https://swn.af/pashto/Article.aspx?a=53222

د اصلي پاڼې خلاصول

سلام وطندار په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading