بازتاب نیوز

کندوز کې ۲۱۷ پامير قول اردو سره نږدې ۱۴ د ملي اردو سرتېري وژل شوي

٢٨ سلواغه ١٣٩٨ سلام وطندار

ځايي سرچینې چې نه غواړي نوم یې خپور شي وايي، د کندوز ښار اړوند «سه‌درک» سیمه کې چې د ۲۱۷ پامیر قول اردو ته نژدې ده، د افغان ځواکونو په یوې پوستې د طالبانو ډله‌ییز برید کې ۱۴ افغان ځواکونه وژل شوي او ۳ نور ټپیان دي.

سرچینه وايي، نښتو څو ساعته دوام کړی چې د افغان ځواکونو دوه ټانګونه په کې له منځه وړل شوي او طالبانو د دغې پوستې ټول مهمات ځان سره وړي دي.

کندوز کې دغه سرچینه نیوکه کوي چې ان ۲۱۷ قول اردو  چې د یادې پوستې قدمۍ کې ده، سیمې ته مرستندويه ځواکونه نه دي لېږلي.

په ورته وخت کې د ۲۱۷ قول اردو ویاند هادي جمال ویلي، برید کې ۲ سرتېري ټپیان شوي دي.

خو طالبانو اعلامیه کې ادعا کړې چې ۱۹ دولتي سرتېري يې وژلي دي.

اصلي اړیکې: https://swn.af/pashto/Article.aspx?a=53230

د اصلي پاڼې خلاصول

سلام وطندار په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading