بازتاب نیوز

حبيب الرحمن ننګ د ټاکنيزو شکايتونو کميسيون پرېکړه تحريف کړه

٢٨ سلواغه ١٣٩٨ سلام وطندار

سلام‌وطندار ته هغه غږونه رسېدلي چې د ټاکنو د شکایتونو کمیسیون د غړي مولوي دين محمد عظيمي او د ټاکنو د خپلواک کميسيون د دارالانشا د رييس حبيب الرحمن ننګ تر منځ تبادله شوي.

په يوه غږيز کلېپ کې د وټسپ په يوه ګروپ کې چې نور کسان هم په کې شامل دي، خبرې شوې دي؛ مولوي دین محمد عظیمي ويلي: «د ننګ د پرېکړې متن ولولئ چې په کې د پېژندپاڼې په وروستي مخ کې سټېکر موجود وي. ايا پرېکړه تحريف شوې يا نه؟ »

نوموړي د خبرو په دوام کې د ټاکنو د خپلواک کمیسیون د دارالانشا رييس ته لارښوونه کوي چې د هېواد برخلیک دې پورې اړه لري او باید په دې اړه ژور پام وشي.

عظيمي ته د ټاکنو د خپلواک کميسيون د دارالانشا د رييس ځواب دا دی چې  د متن په پای کې «حکم» ولولي چې په کې راغلي د «د ټاکنيزو شکایتونو کمیسیون پرېکړې سره نور مندرج.» خو د حبیب الرحمن ننګ ځواب عظيمي ته قناعت نه ورکوي.

نوموړی د ننګ د هغې پرېکړې په اړه چې د ولايتي کميسيونونو په اړه شوې وايي چې د متن پيل او پای يې لوستی او دا حکم به افغانستان کې ستونزې جوړې کړي.

عظيمي يو ځل بيا ټينګار کوي چې پرېکړه تحريف شوې ده دا ځکه چې ننګ ويلي د رای پاڼو شاته يوازې د QR کوډ موجوديت مهم دی، په داسې حال کې چې د  QR  تصديق اړين دی.

د ټاکنيزو شکایتونو د کمیسیون دغه غړی ننګ په غلا او دشپې حکم صادرولو تورنوي. نوموړی وايي، د ټاکنيزو شکایتونو کمیسیون پرېکړې باید د ټاکنو د څارونکيو بنسټونو، د ټاکنيزو ټيمونو د ناظرانو او د ټاکنيزو شکایتونو کمیسیون د نظارت کوونکيو تر نظارت لاندې بايد ترسره شي.

هغه د مثال په توګه وايي، چې هلمند کې یې د ټاکنو کمیسیون ولایتي دفتر ته سپارښتنه شوې، چې د تفتیش بهیر ترسره او پایلې یې ولېږي.

د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون دغه غړی وايي، چې دغسې پایلې هېڅ د منلو وړ نه دي.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون د دارالانشا د رييس حبیب الرحمان ننګ د سپارښتنې متن چې د دواړو ټاکنیزو ټیمونو ترمنځ د اختلاف نظر لامل شوی، هم د سلام‌وطندار لاس ته ورغلی دی.

دغه سپارښتنه د ولایتونو عملیاتي چارو معاونیت ته خطاب کې لیکل شوې او په کې داسې راغلي:«د ټاکنیزو شکایتونو د پرېکړې او د محترم کمیسیون د مقام په لارښوونه، ۹ ولایتونو کې د رایو ورکولو د ۲۹۸ محلونو بیا شمېرل، د رای ورکولو پاڼې شا ته د بارکوډ د موجودیت او د شکایتونو پرېکړې د نورو مندرج مواردو پر بنسټ، بیا شمېرل او له پایلو یې هر څه ژر ډاډ ورکړئ او دې برخه کې اصولي اجراات وکړئ.»

د دلوې میاشتې په ۲۷مه، یوه بل لیک کې چې ۲۰۳۳ یې شمېره ده او د سلام‌وطندار لاس ته ورغلی هم په کې ویل شوي چې د دلوې په ۲۳مه د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون ته د ټاکنو خپلواک کمیسیون ۴۴۸مه شمېره لیک، د دواړو کمیسیونونو د ګډو غونډو چې د روان کال د دلوې په ۲۲مه او ۲۳مه شوي، د محتوا خلاف دی.

داسې ښکاري چې د رایو بیا شمېرلو او تفتیش څرنګوالي په برخه کې د دواړو کمیسیونونو ترمنځ جدي اختلافونه شته او د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون د رایو د بیا شمېرلو او تفتیش بهیر کې ګډون نه ایستل شوی دی.

حبیب‌الرحمان ننگ سلام‌وطندار سره خبرو کې وايي چې د پرېکړې متن نه دی تحریف شوی او نه هم دشپې کوم حکم صادر شوی. د ننګ په وينا، د ټاکنو د خپلواک کميسيون هر اقدام د ټاکنيزو شکايتونو له پرېکړو سره مطابقت لري.

اصلي اړیکې: https://swn.af/pashto/Article.aspx?a=53232

د اصلي پاڼې خلاصول

سلام وطندار په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading