بازتاب نیوز

مرګ او ژوند پر یوه ځای

٢٨ سلواغه ١٣٩٨ سلام وطندار

«کله چې د سوریې له جګړې را وګرځېدم، ژوند یو بل رنګ خپل کړ. څومره چې مرګ او ژوند سخت دی، په هماغې کچې د ژوندي پاتې کېدو لپاره زارۍ کول سخت تمامېږي.»

دا د یوه افغان ځوان څرګندونې دي چې په ناقانوني ډول له افغانستانه ایران او بیا اروپا ته ولاړ. ذاکر ډېر ژر له ايرانه واېستل شو او د ترکیې له سختې لارې وهلو وروسته یې ځان یونان ته ورساوه. هغه خپل سفر د مرګ او ژوند د تقابل په مانا بولي او دا چې ژوندی پاتې شوی، خپلې تالې ستايي.

کله چې کښتۍ د چلوونکي له کنټروله وتلې، هغوی غرق شوي دي. هغه او ملګري یې د یوې معجزې په توګه ځانونه د سیند غاړې ته رسوي. ذاکر وايي: «د سیند غاړې ته رسېدل د کیسې پای نه و. موږ باید په ډېرو ډاروونکیو ځنګلونو کې د لازمې ډوډۍ او اوبو لرلو پرته درې ورځې نورې هم تېرې کړې وای او له ځنګلونو ژوندي راوتل بیا یوه بله معما وه چې موږ یو یې هم په اړه نه پوهېدو چې ایا له عُهدې به یې راووځو او که‌نه.»

ذاکر او ملګري یې درې شپې او ورځې په ځنګل کې تېروي او بالاخره ځان یونان ته رسوي. هغه په یونان او د کډوالو په کمپونو کې د ژوند د سختیو په اړه وايي: «په یونان کې د ژوند شرایط زموږ د تمې خلاف ډېر بد وو.» یو تنګ ځای چې د ژوند تېرولو لپاره یې مناسب ځای، روغتیايي وضعیت او ډوډۍ نه لرله. د هرې ورځې او ساعت په تېرېدو سره د وضعیت د زغملو وسه کمېده. بالاخره مو پرېکړه وکړه چې یوه بل ځای او جغرافیې ته لاړ شو.

په المان کې د ښه ژوند په اړه د قاچاقیانو تبلیغ لامل کېږي چې هغه بیا ناقانوني کډوالۍ ته مخه کړي. هغه که څه هم المان ته د تګ په اړه بد خبرونه اوري، خو بیا هم هلته د تګ پرېکړه کوي چې په پای کې د دغه متل په ویلو سره چې «یا بخت یا تخت» المان ته خوځېږي.

یا تخت یا بخت

داکر وایي: «د قاچاقیانو د جیب ډکولو لپاره مې پیسې په‌کار وې. نږدې شپږ زره ډالر. د دغو پیسو په ډېروالي او کموالي سره مې پرېکړه وکړه، له ناقانوني لارې چې مرګ هم ورسره و، د تګ موزې پر پښو کړم.» هغه یوه داسې ځای ته ځان رسوي چې معمولاً باروړونکي موټر ترې د اېټالیا په لور ځي. ذاکر وايي: «د موټر په سینه او د شا ټیرونو په منځ کې مې ځان ځای او پټ کړ، هغه پرېکړه چې مرګ او ژوند یې د یوې سکې دوه مخونه وو؛ یا تخت یا بخت». هغه په خپل ټیلیفون کې چې ګواکې نور به ژوندی پاتې نه شي، دا جمله ثبتوي. «تر باروړونکي موټر لاندې یم. موټر په ډېرې تېزۍ سره اېټالیا ته روان دی.»

د ژوند سختیو هغه اړ کړی و چې د مرګ ګواښ ومني او له تر ټولو ناشونو لارو په سفر لاړ شي. باروړونکی موټر د یونان له خاورې وځي، خو په نیمه لار کې هر څه د ذاکر د تمې خلاف پېښېږي. د ده په وینا، کله چې موټرچلوونکی د ده د بد وضعیت په اړه پوهېږي، ژر له پولیسو سره اړیکه نیسي، خو هغه سیمې ته د پولیسو له رسېدو مخکې د تېښتې لاره غوره کوي او یوه ځنګل ته ورځي.

ذاکر د یونان او اېټالیا پولې ته نږدې په یوه ډاروونکي ځنګل کې یوولس ساعته پلی تګ کوي او د باروړونکیو کښتیو تمځای ته ځان رسوي. هغه وايي: «بندر له سترو کښتیو ډک و. د دغو سترو کښتیو په اړه مې اورېدلي و چې د ډېرو کارکوونکیو په لرلو سره اېټالیا او نورو هېوادونو ته د موټرو د لېږد مسوولیت پر غاړه لري. له دې پرته چې وپوهېږم، تلونکې کښتۍ چېرته ځي؟ ځان مې د یوه موټر په سینه پسې ونښلوه. تالې مې لرلې، څو ساعته وروسته د موخې ځای ته ورسېدم.»

د دې نړۍ په کوم ځای کې ولاړ یم؟

په پردۍ خاوره کې د انټرنېټ په مرسته په خپلې موخې پسې ګرځېدم. نه پوهېدم چې د دغې خاورینې کرې په کومه برخه کې یم او په دوامداره توګه مې د روم او له هغه ځایه د فرانسې لاره د نقشې پر مخ لټوله چې بالاخره همداسې وشوله او خپلې موخې ته ورسېدم. هغه فرانسې ته له تګ وروسته المان ته ځي او هلته ځان پولیسو ته سپاري. نوموړی له څه مودې راهیسې د کډوالو په یوه کمپ کې د نورو پناه‌غوښتونکیو په څېر له هماغسې سرګذشت سره ژوند تېروي.

ذاکر هغه ځوان دی چې بېخي کلیوال خویونه لري. هغه د پروان په غوربند سیمه کې زېږېدلی دی. بې‌وزلي او د جګړه‌مارو ډلو موجودیت لامل شوی چې هغه په نیمه کې خپل ښوونځی پرېږدي.

هغه د خپلې کډوالۍ د پیلولو کيسه داسې کوي: «د ۲۰۱۷ کال په پیل کې مې وطن پرېښود او ایران ته ولاړم. دا چې یاد هېواد ته په ناقانونه توګه تللی وم، د پولیسو لاس ته ورغلم. ایراني پولیسو د ژوندي پاتې کېدو لپاره دوه انتخابه را ته وړاندیز کړل؛ بېرته افغانستان ته ستنېدل یا هم له هغو جنګیالیو سره یوځای کېدل چې په سوریه کې جګړه کوي. له ډېره مجبوریته مې دویم انتخاب ومانه او له فاطمیون ډلې سره سوریې ته لاړم.»

هغه د امنیتي ستونزو له کبله، سوریې ته د لېږل کېدو د جزیاتو په اړه څه نه وايي. خو روښانه ده چې هغه د ایران مخالفو ځواکونو پر وړاندې د جګړې لپاره سوریې ته لېږل شوی و. هغه د څو کلنې کډوالۍ په تېرېدو سره لا هم په اروپا کې د کار کولو جواز نه لري او اوس د خپلې پناه‌غوښتنې د تایید یا رد په اړه د محکمې پرېکړې ته په تمه دی.

اصلي اړیکې: https://swn.af/pashto/Article.aspx?a=53235

د اصلي پاڼې خلاصول

سلام وطندار په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading