بازتاب نیوز

دانش: د پاکستان د کډوالو په کمپونو کې افغانستان لپاره جنګيالي روزل کېږي

٢٨ سلواغه ١٣٩٨ سلام وطندار

د افغان ولسمشر دويم مرستیال سروردانش پاکستان کې د افغان کډوالو د ۴۰مې کاليزې په مناسبت نړیوال دوه ورځني کنفرانس کې وویل، د کډوالۍ جریان کې د افغانستان مخالفو ډلو د پاکستان کمپونو کې جنګیالي جذبوي او افغانستان ته یې د ورانکاره فعالیتونو لپاره لېږي.

دانش وايي، سره له دې چې افغان کډوالو ګاونډیو هېوادونو ته ځینې ستونزې پیدا کړي، خو تر ډېره یې د دغو هېوادونو اقتصادي او ودانیزو برخو کې ستر رول لوبولی دی.

نوموړی وايي، په پاکستان، ایران او بل هرځای کې بايد د افغان کډوالو مسله سیاسي نه‌شي او د فشار په توګه يې د افغان دولت پر وړاندې وکاروي.

د هغه په وینا، کوربه هېوادونو کې باید د افغان کډوالو قانوني حقونه خوندي وي او تر فشار لاندې بايد را نه وستل شي.

د ولسمشر دويم مرستیال زیاتوي چې د یو بل په مرسته دې د ملګرو ملتونو په نظارت یو ګډ میکانیزم جوړ شي، څو د کډوالو راستنېدنه منظمه کړي.

هغه وویل، د کډوالو راتګ باید داوطلبانه وي او په ډله‌ييزه توګه ترسره نه‌شي.

دانش له ملګروملتونو هم غواړي چی د کډوالو د راستنېدو په صورت کې دوی سره د یو څه پیسو یا توکيو په ورکړه بسنه ونه کړي او باید دوی ته د کار موندنې او منظم ادغام مسله په پام کې ونیول شي.

په همدې حال کې د ملګروملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش وویل، دوی کار کوي چې د سولې راتلو په صورت کې افغان کډوال د پلان له مخې په منظمه او داوطلبانه توګه خپل هېواد ته ستانه شي.

دې سره د پاکستان لومړي وزیر عمران خان وویل، هېواد کې یې د ترهګرو ځالې نشته، خو که چېرې وي هم، نو د افغان کډوالو له وتو وروسته کولی شي چې وضعیت کنترول کړي.

د یادونې وړ ده چې پاکستان کې د افغان کډوالو د ۴۰مې کلیزې نړیوال کنفرانس کې د افغان پلاوي ترڅنګ، د ملګروملتونو سرمنشي او د شلو نورو هېوادونو استازيو ګډون کړی او دوه ورځې دوام کوي.

پاکستان کې اوس مهال ۲ میلیون او ۴ سوه زره افغان کډوال ژوند کوي چې شاوخوا يو نیم میلیون یې راجسټر شوي او پاتې نور یې رسمي سند نه لري.

اصلي اړیکې: https://swn.af/pashto/Article.aspx?a=53238

د اصلي پاڼې خلاصول

سلام وطندار په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading