بازتاب نیوز

د شمال د تېلو او ګازو تنقیص شويوکارکوونکيو د جوزجان ټولې دولتي ادارې وتړلې

٢٨ سلواغه ١٣٩٨ سلام وطندار

د شمال د تېلو او ګازو د تخنیکي خدمتونو د سروې امریت د تنقیص شويو کارکوونکيو اعتراض لسمې ورځې ته وغځېد.

د يادې ادارې سلګونه کارکوونکيو او د دې ولايت يو شمېر اوسېدونکيو د جوزجان ولايت د مقام او د ټولو دولتي ادارو دروازې وتړلې.

معترض کارکوونکي د حکومت مرکزي ادارې ته خبرداری ورکوي، که چېرې غوښتنو ته يې رسېده‌ګي ونه‌کړي نو د دوی په رايو جوړ شوی حکومت به چپه کړي. دوی د خپلو اعتراضونو د زياتېدو خبرداری هم ورکوي.

خو د کانونو او پټروليم وزارت وياند عبدالقدیرمطفي سلام‌وطندار ته وايي، ياد وزارت په دې اړه ولسمشر ته غوښتنه لېږلې ده او د ولسمشر لارښوونې ته په تمه دي.

د نوموړي په وينا، د ولسمشر له لارښوونې وروسته به د شمال د تېلو او ګازو د تخنیکي خدمتونو د سروې امریت د تنقیص شويو کارکوونکيو ستونزې حل شي.

د يادولو ده چې څه موده وړاندې د کانونو او پټروليم وزارت له لوري د شمال د تېلو او ګازو د تخنیکي خدمتونو د سروې له امريته ۴۰۰ کارکوونکي اضافه بست شوي دي.

د روان کال په پسرلي هم د کانونو او پټروليم وزارت له لوري د شمال د تېلو او ګازو د تخنیکي خدمتونو د سروې له امريته ۱۱۰ بسته کم شوي دي.

په دې تړاو:

«د ارګ او کانونو او پټرولیم وزارت دروازې به وتړو»

اصلي اړیکې: https://swn.af/pashto/Article.aspx?a=53244

د اصلي پاڼې خلاصول

سلام وطندار په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading