بازتاب نیوز

کابل کې مدني فعالانو د انټرنېټ د بيو پر لوړوالي اعتراض وکړ

٢٨ سلواغه ١٣٩٨ سلام وطندار

کابل ښار کې یو شمېر مدني فعالانو نن د یوې ټولېدنې پرمهال په هېواد کې د انټرنېټ بیو کمېدو غوښتنه وکړه.

د دغې اعتراضیه غونډې ګډونوالو وویل چې د افغانستان نږدې ۱۰ میلیونه وګړي انټرنېټ کاروي خو د دغه انټرنېټ بیې خورا لوړې دي.

 په داسې حال کې چې مخابراتي شرکتونه یو جي بي انټرنېټ په ۸ یا ۹ افغانۍ اخلي، خو په خلکو یې تر ۱۸۰ افغانیو پورې پلوري.

اعتراض کوونکيو مخابراتي شرکتونو ته یوه اوونۍ وخت او خبرداری ورکړ چې که د انټرنېټ په نرخونو کې کمښت را نه ولي، د مخابراتي شرکتونو په دروازو کې به د پرلت خېمې ودروي.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت د اترا ادارې رییس طلاب امیري وايي نه‌شي کولای مخابراتي شرکتونو ته تعرفه وکړي، خو د شرکتونو ترمنځ د سیالۍ جوړونې له لارې کولای شي د انټرنېټ بیې ټیټې او کیفیت یې لوړ کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت سرپرست فهیم هاشمي نږدې دوه اوونۍ وړاندې ویلي وو چې د انټرنېټ په بیو کې به له ۲۰ تر ۳۰ سلنو کمښت راشي، خو په دغو بیو کې د کمښت لاهم کوم څرک نه دی ترسترګو شوی.

اصلي اړیکې: https://swn.af/pashto/Article.aspx?a=53246

د اصلي پاڼې خلاصول

سلام وطندار په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading