بازتاب نیوز

ولسمشر والیانو ته: خلک د سولې او خپلو ځواکونو ملاتړ لپاره همغږي کړئ

٢٩ سلواغه ١٣٩٨ سلام وطندار

ولسمشر محمداشرف غني د مونیخ له امنیتي غونډې له را ګرځېدو وروسته د سولې فرصتونو او ګواښونو په اړه له والیانو سره لیدلي دي.

ولسمشرۍ ماڼۍ په یوه خبريه کړې خبرپاڼه کې لیکلي، ولسمشر غني والیانو ته لارښوونه کړې چې خلک د سولې او امنیتي او دفاعي ځواکونو د ملاتړ لپاره راټول کړي.

محمداشرف غني په دې غونډه کې ویلي چې خلک سوله غواړي او د سولې مانا دا ده چې «تاوتریخوالی په بشپړه توګه پای ومومي او ثبات هم یو روښانه تعریف ولري.»

نوموړي زیاته کړې چې حکومت سوله پر ملي پروسه بدله کړې او سمتي او د ډلو نه ده.

ولسمشر غني ټینګار کړی چې حکومت به له روښانه اصولو او تګلارې سره د سولې خبرو اترو ته لاړ شي او د سولې په تړاو وروستۍ پرېکړه به خلک کوي.

ولسمشر دغه راز ویلي چې د سولې مالکیت او مشري د حکومت په لاس کې ده. خلک د جګړې پای مومي او مرکچي پلاوی به د خبرو اترو پر مهال د خلکو اساسي حقونه په پام کې ونیسي.

د خبرپاڼې له مخې، والیانو له ولسمشر نه غوښتي چې د سولې خبرو اترو لپاره داسې کوچنی مرکچي پلاوی وټاکي چې ملي ارزښتونو ته ژمن وي او حکومت دې هم د سولې خبرې اترې مدیریت کړي.

ولسمشر غني دغه راز بېګاه ماښام د قول‌اردوګانو له قوماندانو سره د سولې په اړه خبرې اترې کړې دي.

په دغې ناستې کې چې په ارګ کې جوړه شوې، ولسمشر غني ویلي چې له افغانستانه د نږدې ۴ زرو امریکايي ځوکونو اېستل به د هېواد پر وضعیت هېڅ اغېز ونه کړي.

تر دې وړاندې د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ ویلي و، که طالبان د تاوتریخوالي کمولو لپاره خپله رښتینې اراده او وړتیا وښيي، ناټو له افغانستانه د خپلو ۱۶ زرو ځواکونو کمولو ته چمتووالی لري.

د قول‌اردوګانو قوماندانو له ولسمشر سره په ګډه غونډه کې ویلي چې د سولې له پروسې به بشپړ ملاتړ کوي.

اصلي اړیکې: https://swn.af/pashto/Article.aspx?a=53254

د اصلي پاڼې خلاصول

سلام وطندار په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading